1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ملا برادر د وژل کیدو یا ټپي کیدو اوازې رد کړې 

۱۴۰۰ شهریور ۲۲, دوشنبه

طالبانو په ټولنيزو رسنيو کې د خپل حکومت د رئيس الورزا د مرستیال، ملا عبدالغني برادر د وژل کیدو یا ټپي کيدو په اړه اوازې رد کړې. ملا برادر په یوه غږيز پیغام کې ويلي دی چې اوس په سفر کې دی. 

https://p.dw.com/p/40Fam
Afghanistan | Videostatement der Taliban - Mullah Baradar Akhund soll Taliban leiten
انځور: SOCIAL MEDIA/REUTERS

په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوي چې ګواکې ملا عبدالغني برادر د طالبانو په یوې خپلمنځي نښته کې وژل شوی او یا هم ټپي شوی دی. په دې وروستیو ورځو کې په رسمي ناستو او په عام محضر کې د هغه نه حضور، دغو اوازو ته لا زور ورکړی دی.

خو د طالبانو د سياسي دفتر یوه ویاند، محمد نعیم، د دوشنبې په ورځ پر ټويټر د یوه پيغام په خپرولو سره دغه اوازې رد کړي دي. هغه لیکلي دي: «هغه آوازې چې د محترم ملا برادر آخند په اړه په ځينو رسنيو کې کېږي چې ګواکی څه مشکل پېښ شوی هېڅ حقيقت نه لري.» نعیم زیاته کړې ده چې «دا د دښمن پوچ تبليغات دي.»

تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې آوازې لاس پر لاس کېدې چې ګواکې ملا برادر په ارګ کې د طالبانو د غړو تر منځ د یوې نښتې پر مهال وژل شوی او یا ټپي شوی دی.

محمد نعیم د ملا برادر یو غږيز پيغام هم خپور کړی دی چې هغه پکې دغه اوازې رد کړي دي: «دا کومې رسنۍ چې دي، دا اکثره وخت دغه بیځایه تبلیغات او شرمومونکي درواغ وايي، د دغه په باب باندې په خپل جرائت سره دا خبره ردوم، نه کومه خبره شته نه کوم مشکل.»

طالبانو پر ارګ خپل بیرغ وځړاوه

ملا برادر په دغه غږیز پیغام کې ويلي دي چې هغه په دغه وخت کې په سفر وو او د خپلو ټولو ملګرو سره يې روغ رمټ دی.

ملا عبدالغني برادر په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر په لاس کې لري او د طالبانو د نوی حکومت په سرپرسته کابینه کې د رئیس الوزرا، ملا محمد حسن آخوند، مرستیال ټاکل شوی دی.