1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د سمنګان مرکز هم نيولی دی

۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبه

طالبانو په شمال کې د سمنګان ولایت مرکز ایبک هم نن دوشنبه (د اګست ۹مه) ونیوه. چارواکو او ځايي اوسیدونکو دغه خبره تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/3ykTu
Afghanistan | Sicherheit | Samangan Provinz
د سمنګان ولایت تخت رستم تاريخي ودانۍانځور: Bashir Ahamad Fayaz/DW

د فرانسې خبري آژانس د سمنګان د مرستيال والي، صفت الله سمنګاني له قوله خبر ورکړ، چې طالبانو د سمنګان ولایت مرکز، ایبک ښار نیولی دی. سمنګاني دغه آژانس ته ويلي دي چې طالبان پر سمنګان ولایت باندې «بشپړ کنټرول» لري.

هغه دغه خبره لږ وروسته له هغې وکړه چې د طالبانو یوه ویاند پر ټويټر د سمنګان ولایت د امنيه قوماندانۍ او نورو ادارو د نيولو خبر ورکړ.

د ایبک ښار یو اوسیدونکی چې نه غواړي نوم يې ذکر شي دویچه ویله ته وویل: «نن دوشنبه د ماسپښين شاوخوا دوه نیمې بجې د سمنګان ولایت سقوط وکړ او طالبانو ونیوه.» هغه وويل چې طالبانو د ایبک ښار تر ډير لږ مقاومت وروسته ونیوه.

پر وینا يې طالبانو په لومړی سر کې د سمنګانو محبس مات کړ او بیا يې امنیه قومانداني او نورې سیمې ونیولې. هغه زیاته کړه: «اوس ټول ولایت د طالبانو په ولکه کې دی» او دولتي کسان او ولسي پاڅون کونکي د ګل قشلاق په نوم سیمې ته تللي دي.

سمنګان شپږم ولایت دی چې مرکز يې د طالبانو لاس ته لويږي. د طالبانو له خوا نیول شوي ډيری ولایتونه د افغانستان په شمال کې پراته دي. سمنګان د بلخ ولایت ختيځ لور ته پروت دی چې د کابل-شمال لويه لاره يې هم له مرکزه څخه تیره شوې ده.

/mks/bs/(AFP)