طالبانو د دې ډلې له ادرسه خپور شوی منشور رد کړ
۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سهشنبهتر دې مخکې د افغانستان یوې ځايي رسنۍ طلوع نیوز، پر خپله پاڼه باندې یو سند خپور کړی وو چې په خبره یې دې رسنۍ ته یوې حکومتي سرچینې ورکړی وو. په دغه سند کې چې ورته د راتلونکې حکومت له پاره د طالبانو منشور عنوان ورکړل شوی، راغلي دي چې دغه ډله په افغانستان کې د اسلامي امارت غوښتونکې ده.
خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوې استول شوې اعلامیه کې، ویلي دي چې دغه سند د طالبانو نه دی او دغه ډله یې ردوي. په اعلامیه کې راغلي دي: «د منشور په نامه خپرې شوي پاڼې، په اسلامي امارت پورې اړه نه لري. تیره ورځ ځينو رسنیو څو ماده ایزې پاڼې خپرې کړې چې ادعا يې کړې وه د اسلامي امارت منشور دی.»
طالبان اوس هم ځان ته «د اسلامي امارت» عبارت کاروي.
په بیانیه کې راغلي دي: «اسلامي امارت د خپل بشپړ کنترول په وخت کې د اسلامي امارت د دستور په نامه اساسي قانون درلود چې لا نهايي او توشیح شوی نه وو.»
مجاهد زیات کړې ده چې پر افغانستان باندې د امریکایي ځواکونو تر برید وروسته، طالبان «یوازې جهادي لایحه او د مختلفو کمیسیونونو لایحې او طرزالعملونه لري».
د طلوع نیوز له خوا په خپور شوي ۱۴۹ ماده ایز منشور کې راغلي وو چې طالبان په افغانستان کې د اسلامي امارت جوړول غواړي چې پکې به وروستۍ پریکړې امیر المومنین کوي.
که څه هم طالبانو دغه سند رد کړی دی، خو لا تر اوسه پورې هم دې ډلې په روښانه توګه نه دي ویلي چې د افغانستان له پاره د کوم ډول نظام غوښتونکي دي او دا چې په دې نظام کې به ټاکنې ځای ولري او که نه.
د دې ډلې غړي ټینګار کوي چې د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پریکړه به په بین الافغاني خبرو اترو کې وشي.