طالبانو د حقاني شبکې د یوه قوماندان وژنه تایید کړې
۱۳۹۵ اسفند ۱۳, جمعهد طالبانو دغه چارواکي د وژل شوي قوماندان نوم قاري عبدالله ښوولی دی او ویلي یې دي چې هغه د افغانستان د خوست ولایت په سیمه کې وژل شوی.
د طالبانو په خبره قاري عبدالله په ۲۰۱۴ کال کې، کله چې دغې ډلې امریکایي سرتیری بو بریګدال امریکایانو ته سپاره، په سیمه کې حاضر وو. د بریګدال د سپارلو یوه ویدیو هم خپره شوې وه.
تر دې مخکې پاکستاني استخباراتي چارواکو ویلي وو چې د امریکا متحده ایالاتو یوې بې پیلوټه الوتکې د دې هیواد په قبایلي سیمو کې چې د خوست له ولایت سره پوله لري، د حقاني ډلې پر وړاندې برید ترسره کړی چې په کې دوه تنه یاغیان وژل شوي دي.
د طالبانو چارواکي دا خبره تایید کړې نه ده چې ایا دا دواړه رپوټونه د یوې پیښې په اړه دي او که نه. هغه له رسنیو سره د نوم د نه خپریدو په شرط خبرې کړې دي. یوه پاکستاني چارواکي هم د قاري عبدالله هویت تایید کړی دی خو غوښتنه یې کړې چې نوم یې خپور نه شي.
قاري عبدالله بو بریګدال هغې امریکایي څرخي الوتکې ته رسولی وو چې د هغه د بیولو له پاره استول شوې وه. بریګدال چې په یوې پوځې محکمې کې له پوځ څخه د تیښتې او د دښمن په مخ کې په ناوړه کړو محکوم دی، له ګوانتانامو څخه د پنځو تنو طالبانو د آزادي په بدل کې د طالبانو له قیده آزاد شوی وو.