طالبانو د بين الافغاني مذاکراتو له پاره پلاوی ټاکلی
۱۳۹۹ شهریور ۳, دوشنبهد طالبانو يوه استازي ويلي دي چې مولوي هيبت الله اخوندزاده په خپل لاس يوه شل کسیز پلاوی غوره کړی دی. د دې مذاکراتي ډلې ديارلس غړي د طالبانو له مشترتابه شورا څخه دي چې دا د دې شورا کابو نيمايي غړي کيږي.
د طالبانو د مذاکراتي ټيم يوه غړي شير محمد عباس ستانکزي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دغه مذاکراتي هيئت به د اجندا ټاکلو، د تگلارې په اړه د پريکړې او آن په کابل کې د افغان حکومت له سياسي مشرانو سره د هوکړه ليک د امضاء کولو صلاحيت ولري.
ستانکزي زياته کړه: «دا يو باصلاحيته پلاوی دی.... د تصميم نيولو ټول واک له مذاکراتي ډلې سره دی.»
ملا عبدالغني برادر چې له امريکا سره یې د فيبرورۍ پر ۲۹ نېټه د سولې تړون لاسليک کړی وو، په قطر کې به د طالبانو د سياسي دفتر د مشر په توگه پر خپل مقام پاته وي او د دې مذاکراتي پلاوي مشري به وکړي.
بين الافغاني خبرې اترې چې د فيبروۍ د دغه تړون په نتيجه کې رامنځته کيږي، په اصل کې د اگست پر ۲۰ نیټه یې د پېليدو تمه کیدله خو تر اوسه لا د ځنډ ښکار دي.
دا مذاکرات به ښايي د افغانستان د راتلونکي له پاره يوه تگلاره وټاکي. په دې تگلاره کې دايمي اوربند، د ښځو او اقليتونو د حقونو خونديتوب، په اساسي قانون کې تغيرات او د په زرونو طالب جنگيالو او نورو وسله والو د برخه ليک په اړه تصميم نیول شامل دي.
عباس ستانکزي د مذاکراتو په اړه وويل: «موږ په نزدې راتلونکي کې خبرو اترو ته چمتو يوو. اوس مو له امريکا څخه غوښتنه کړې چې مخالف لوری د بهانو ختمولو او ژر تر ژره د [طالب] بنديانو آزادولو ته اماده ورکړي او د خبرو اترو ميز ته راشي.»
پاکستان ته د ملا برادر سفر
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا غني برادر د يکشنبې په ورځ (د اگست ۲۳ نيټه) له دوحې څخه پاکستان ته سفر کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې تر مخه د پاکستان حکومت پر طالبانو، حقاني شبکې او يو شمیر نورو وسله والو ډلو لگيدلي بندیزونه وغځول.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د تويتر له لارې ويلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغه پلاوی به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي. خو په سملاسي توگه لا دا روښانه نه ده چې ملا برادر به له چا سره او په کومه موخه وگوري.