1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د افغانستان په هکله د بریتانیا له دریځه هرکلی وکړ

۱۴۰۱ خرداد ۳۰, دوشنبه

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د بریتانیا له هغه دريځه هرکلی کړی چې ويلي ېې دي دوی له هيچا چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون غواړي، ملاتړ نه کوي. طالبانو د بریتانیا دغه دریځ د «قدر وړ» بللی دی.

https://p.dw.com/p/4CwtU
Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د طالبانو د بهرنیو چارو زارت ویاند، عبدالقهار بلخي، په دې اړه یوه اعلاميه کې ويلي دي: «د دې حقیقت درک کول د قدر وړ دي چې په افغانستان کې سوله او ثبات او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل د سيمې او نړۍ په ګټه ده.»

بلخي، پر ټويټر ليکلي دي: «د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت د انګلستان د هغه دريځ هرکلی کوي چې د افغان حکومت د وسلوال مخالفت ملاتړ نه کوي او اسلامي امارت سره تعامل ته ترجيح ورکوي.«

د افغانستان له پاره د بريتانيا شارژدافیر یا چارسمبالي، هوګو شارتر، د يکشنبې په ورځ وويل چې هیواد به ېې د افغان اقوامو په ګډون له هيڅ چا ملاتړ ونه کړي کوم چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې سیاسي بدلون ته د رسيدلو له پاره هڅې او یا د سیاسي موخو له پاره هر ډول خشونت آمیزه تحرکات ترسره کوي.

د شارتر په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې بریتانیا به اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه يې د تاوتریخجنو فعالیتونو د پلانولو او یا د تاوتریخجنو فعالیتونو د برابرولو له پاره استفاده وشي او همدارنګه نور هم هڅوي چې له دغه ډول کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې «هر ډول تاوتریخوالی نه د افغانستان او نه هم د نړیوالې ټولنې په ګټه دی او موږ پر هر ډول تروریستي بریدونو خپګان ښکاره کوو«.

د افغانستان په هکله د بریتانیا دغه دريځ په کابل کې د سيکهانو پر یو عبادتځای د شنبې ورځې تروریستي حملې وروسته اعلانيږي. دغه حمله چې مسئولیت ېې داعش منلی رپوټونه وايي چې دوه تنه په کې وژل شوي او يو شمیر نور ټپیان شوي دي. له دې نه علاوه په وروستيو کې په کابل، کندز او جلال آباد ښارونو کې بمې چاودنې هم شوي چې مرګ ژوبلې يې اړولي دي.

طالبان تر شل کلنې جګړې وروسته د تیرکال په اګست میاشت کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم بیا واک ته ورسیدل. خو د دوی حکومت د نژدې يو کال په تیریدو، لا هم د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پيژندلی.

که څه هم طالبان وايي چې دوی اوس په افغانستان کې تقریباً بشپړ امنیت تامېن کړی، خو لا هم يې پر ضد داعش او د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د زوی په مشرۍ د «مقاومت ملي جبهه» عملا جنګیږي.

د وروستیو میاشتو په جریان کې د يو شمیر خونړیو بمي بریدونو مسئولیت داعش ډلې منلی، خو طالبان وايي چې په افغانستان کې د داعش ډله په دې حد کې نه ده چې د دوی پر وړاندې سر پورته کړي. طالبان وايي پر ښوونځيو، مسجدونو او ملکيانو باندې حملې د داعش کمزورتیا بولي.

په افغانستان کې تر ټولو وروستۍ چاودنه د دوشنبې په ورځ (د جون ۲۰مه) د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار په یوه مارکيټ کې شوې. طالبان په دغې چاودنه کې يوازې د لسو کسانو ټپي کیدل تائيدوي.

د رويټرز په حواله، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر، قریشي بدلون وايي: «موږ یوازې د لسو کسانو ټپی کیدل تصدیق کوو، د مړينې تصدیق نه کوو.»

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي دفتر، يوناما، د دغې پيښې په غندلو سره ويلي دي چې په دغه چاودنه کې چې د جلال آباد ښار د ېوې ګڼې ګوڼې ډک مارکيټ کې شوې ملکیان په کې وژل شوي او هم ټپيان شوي چې په هغو کې ماشومان هم شامل دي.

یوناما همدا راز زیاته کړې چې په ټول افغانستان کې ملکيان د بریدونو هدف ګرځول باید ژر تر ژره ودرول شي.