1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو او امریکایانو بیا سره لیدلي دي

۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې د دې ډلې غړو له زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له قوماندان سکات میلر سره په قطر کې لیدلي او د بندیانو په تبادلې کې یې د ځنډ او نورو موضوعګانو په اړه خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3arD6
Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې په بهیر کې چې تر دې مخکې په ټپه دریدلی وو، یو څه تحرک رامنځ ته شوی دی. په دې ترڅ کې افغان حکومت د طالبانو شاوخوا ۳۰۰ او طالبانو هم د افغان حکومت یو شمیر بندیان آزاد کړي دي.

خو د بندیانو د آزادیدو د څرنګوالي او د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې د زیاتوالي له کبله، په وروستیو وختونو کې د افغانستان د سولې په بهیر کې ستونزې رامنځ ته شوې دي. طالبان د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلیدو مخکې د خپلو ټولو ۵۰۰۰ بندیانو د آزادۍ غوښتنه کوي، خو افغان حکومت وایي چې دا کار یوازې د خبرو تر پیلیدو او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي تر کمولو وروسته او په تدریجي ډول ترسره کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې لیکلي دي، چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او سکات میلر په دې غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

شاهین ویلي دي چې د دواړو اړخونو د شوي توافقنامي د بشپړ پلي کیدو او همداز د بندیانو په تبادله کې پر رامنځ ته شوي ځنډ باندې بحثونه کړي دي. د شاهین په خبره پر دې سربیره له توافقنامې څخه پر سرغړونو او پر حل لارو یې هم خبرې شوې دي.

شاهین په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي. تیره اوونۍ طالبانو پر امریکا متحده ایالاتو باندې د هوايي بریدونو د ترسره کولو له کبله، د توافقنامې د تر پښو لاندې کولو تور پورې کړی وو. دا دویم ځل دی چې سکات میلر له جمعې ورځې راهیسې له طالبانو سره ویني.

لا تر اوسه پورې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي. تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د دې وزارت چارواکو روښانه کړې وه چې خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د تړون پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د بحث په موخه لیدنه کوي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ په شوي تړون کې راغلي دي چې د مارچ میاشتې تر ۱۰مې نیټې پورې باید د طالبانو تر۵۰۰۰ پورې او د افغان حکومت تر ۱۰۰۰ پورې بندیان آزاد شي. په همدې نیټې بیا د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو خبره هم شوې وه. خو تر اوسه پورې په دې بهیر کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ولسمشر غني بیا یوازې د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د آزادیدو امر کړی دی چې تر اوسه پورې یې له ډلې څخه یوازې ۳۰۰ تنه خوشې شوې دي. په بدل کې بیا طالبانو د ۲۰ دولتي بندیانو د آزادیدو او په کندهار کې د سره صلیب ادارې ته د هغوی د سپارلو خبره کړې ده.

(ms/nz (reuters