1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صلاح الدین رباني استعفا وکړه؛ د کار فضا یې نامطلوبه وبلله

مسعود جهش
۱۳۹۸ آبان ۱, چهارشنبه

د ملي یووالي په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پیاوړي ملگري صلاح الدین رباني، له خپلې دندې استعفا وکړه. رباني له ډیر وخت راهیسې له ولسمشر غني سره ښې اړیکې نه لري.

https://p.dw.com/p/3RmN5
Moskau Salahuddin Rabbani Außenminister Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/D. Serebryakov

صلاح الدین رباني د چهارشنبې په ورځ پر خپل رسمي فیسبوک پاڼه باندې د خپل استعفأ لیک خپور کړ او په دې ترتیب سره یې تر پنځو کلونو وروسته، خپله دنده پای ته ورسوله.

د صلاح الدین رباني په استعفأ لیک کې راغلي دي: «په دې موده کې، د ملي یووالي حکومت فضا، له لومړیو ورځې تر وروستۍ پورې، مطلوبه نه وه.«

که څه هم هغه په خپل استعفأ لیک کې په مستقیم ډول ولسمشر غني ته اشاره نه ده کړې، خو ویلي يې دي چې په کاري دوره کې یې هڅې روانې وې چې موازي ادارې رامنځ ته شي او نهادونه څنډه ته شي.

هغه دا هم ویلي دي چې په دې موده کې له حکومت سره د یوه شخصي «غیر دولتي سازمان» په څیر چلن شوی چې په خبره یې د حکومت اعتبار ته یې زیان رسولی دی.

د رباني په خبره د ملي یووالي حکومت د کاري دورې له پای ته رسیدو سره اوس ورته د «دولتي بنسټونو تخریب د هغو کسانو له خوا چې په خپله د دولت جوړونې ادعا کوي» د زغم وړ نه ده.

رباني چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له نزدې متحدینو څخه بلل کیږي، د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د خپل کاري دورې له لومړیو کلونو راهیسې له ولسمشر غني سره ښې اړیکې نه لرلې.

په همدې وروستیو وختونو کې د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ د یوې معینې د تقرر له کبله هم نندارې رواني وې. پر دې سربیره ارګ د بهرنیو چارو په وزارت کې د فساد په اړه د څیړنو ملاتړ هم کوي، خو اجرائیه رئیس او پخپله رباني بیا دا پر خپل ضد یوازې سیاسي اقدامات بولي.

رباني په خپل استعفأ لیک کې ویلي دي چې نور د دې حکومت په چوکاټ کې خپل کار صلاح نه ګڼي او له همدې کبله استعفأ کوي چې په خبره یې «د سیاسي فعالیت له لارې د خپلو خلکو او هیواد په خدمت کې وي.«

صلاح الدین رباني په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې چې لا یې پایله نه ده اعلان شوې، د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ، خو د هغه په ټاکنیز ټکټ کې د لومړي او یا هم دویم مرستیال او یا د اجرائیه رئیس په توګه نوماند نه دی.