1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صربستان کې مهاجرو د نه خوړلو اعتصاب کړی دی

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۳, یکشنبه

په صربستان کې په سلگونو افغان او پاکستاني مهاجرو د نه خوړلو اعتصاب کړی او د هنگري د سرحد پر لور یې مارش پیل کړی دی. دغه مهاجر هر څنگه چې کیږي له سرحد څخه د تیریدو هڅه کوي.

https://p.dw.com/p/1JV13
Serbien Ungarn Verstärkerung der Grenzkontrollen
انځور: DW/L. Tomic

د فرانسې خبري آژانس له بلگراد څخه ترلاسه شوو رپوټونو په حواله ویلي دي چې نږدې ۳۰۰ مهاجرو د اعتراض په توگه د هنگري د سرحدي پولې پر لور مارش پیل کړي. د پولیسو ځواکونه هم په دغه سرحد کې گمارل شوي دي.

د دغو اعتصاب کونکو لویه برخه هغه پاکستاني او افغان مهاجر دي چې د مهاجرت د اوږد سفر په مسیر کې یې ځان تر صربستانه پورې رسولی دی.

د هنگري هیواد له خوا د سرحدي پولو تر تړل کیدو وروسته دغه کسان په صربستان کې بند پاتې شوي دي. د مارچ میاشتې په ۲۲ د سختې گرمۍ سربیره دغو کسانو د بلگراد پر لور خپل احتجاجي مارش پیل کړ. له بلگراد څخه د هنگري سرحدي پوله ۲۰۰ کیلومتره فاصله لري.

«يو څه بدلول غواړو»

مظاهره کونکو په لاسونو کې پلاکاټونه پورته کړي ول. په دغو پلاکاټونو کې لیکل شوي ول:«موږ نن د ډوډۍ په نه خوړلو او مارش کولو سره یو څه بدلول غواړو.» په یو بل پلاکاټ لیکل شوي ول: «که د مهاجرو د راتگ مخه نیسئ، نو جنگونه پای ته ورسوئ.»

د عبدالمالک په نوم یو افغان د فرانسې خبري آژانس ته وویل:« مونږ د هنګري سرحد پر لور روان یو». دغه مهاجر وویل چې د دوي پر مخ دې سرحد پرانیستل شي تر څو اروپايي ټولنې ته داخل شي.

څلوریشت کلن مالک زیاته کړه:« نن موږ د نه خوړولو اعتصاب کړی دی. مونږ نه غواړو چې څه وخورو، موږ وږي نه یو». په روانه میاشت کې صربستان ته د راغلیو مهاجرو شمیره پورته تللې ده. د هنګري لخوا پر سرحدونو د سخت کنترول له وجې مهاجر نشي کولای چې وړاندې تیر شي.

۲۸۰۰ تنه مهاجر

مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې د ارقامو له مخې، اوس مهال د هنګري په ګاونډ صربستان هیواد کې لږ تر لږه ۲۸۰۰ تنه مهاجر په یوه موقتي کمپ کې ژوند کوي. د صربستان چارواکي وايي چې په روان کال کې یې ۱۰۲ زره تنه مهاجر راجستر کړي دي.

افغان مهاجر عبدالمالک وویل چې دی تر شلو ورځو پورې په بلګراد کې تم شو، خو دا چې هلته یې د اوسیدو قسمت نه وو، پریکړه یې وکړه چې هنګري پر لور روان شي.

مالک وویل چې په دغه اعتصاب کې یوازې تنکي ځوانان او څه ناڅه مشران ګډون لری خو ماشومان او ښځينه په کې نشته.

هغه د صربستان له خلکو خوښې څرګنده کړه:« د صربستان خلک ډیر ښه خلک دي. مهاجرو سره ډیره ښه رویه کوي، خو موږ له هنګري سره ستونزه لرو چې لارې یې بندې کړي دي». د عبدالمالک پر وینا چې دوی ته د ګرمې هوا او اوږدې لارې له وجې په بلګراد کې د پاته کیدو مشوره ورکړل شوې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: