شپیگل:اروپايي ټولنه نورهم پرمهاجرينولاري بندوي
۱۳۹۴ فروردین ۱, شنبهشپیگل خپل دغه رپوت د هغو اسنادو پربنأ ورکړی دی، د کوم پر اساس چي د ايټالیا حکومت د جرمني، فرانسې او هسپانیې د حکومتونو سره ورباندي موافقه کړې ده.
د رپوټ پر اساس ایټالیا پیشنهاد کړی دی، چي غیر اروپايي هيوادونه دي، لکه مصر او تونس د کښتیو د مهاجرینو په ژغورلو کي ورشامل سي. «دغه هيوادونه کولای سي د خپل نژدې جغرافیايي موقعیت د لحاظه ډیر چتک او اغیزمن عمل وکړي، تر څو مهاجرين وژغوري» او د یوې بشری فاجعې مخنیوی وکړی.
خو د شپیگل د رپوټ پر اساس ددغي پروژې طراحان بیله هیڅ هدف او گټی هم دا کار نه کوي، بلکه مصري او تونسي بحري قواوي باید مهاجرين خپلو ساحلو ته په شمالي افریقا کي ورانتقال کړي. اروپايي ټولنه به بیا د مصر او تونس سره په دې برخه کي هم مرسته کوي، چی مهاجرين خپلو اصلي هيوادونو ته بیرته انتقال کړي. د رپوټ پر اساس به دغه «یو واقعي بیرونکی حالت رامنځته ،او مهاجرین به نور راتگ زړه ښه نه کړي.»
زرغون گوند پردغه اقدام باندي انتقاد کوي
د اروپايي ټولني د پارلمان د زرغون گوند وکیل سکا کېلر پر دغی موافقې باندي انتقاد کړی دی اوویلي یې دي ، چي غړي هيوادونه غواړي « په هر قیمت د مهاجرينو په مقابل کي د خپل مسؤلیت څخه ځان خلاص کړي.» د ده په خبره مصر او تونس د مهاجرينو دپاره ډاډه هيوادونه نه دي.