شپاړلسم بينيګديت نن د بوش ميلمه دۍ
۱۳۸۷ فروردین ۲۸, چهارشنبهاعلان
د روم د لویی کلیسا مذهبی مشرته په واشنګتن کی د اندریو په پوځی هوایی اډه کی د ولسمشر بوش او دده د میرمنې لاورا بوش له خوا هرکلۍ وویل شو.دا لومړنۍ ځل دی چی د امریکې د متحدو ایالتونو مشر په خپله په هوایی ډګر کی یوه میلمه ته هرکلۍ وایی. نن به جورج ډبلیو بوش د کاتولیکانو له مذهبی مشر سره په سپینه ماڼۍ کی وګوری.
دۍ به دغه راز د امریکې د متحدو ایالتونو له عیسوی مذهبه مشرانو سره وګوری. پابست امریکې ته د سفر په وخت کی وویل چې پیدوفیلان یا هغه کسان چې له ماشومانو سره جنسي لوبې کوی په کلیساوو کې ونه منل شی.
د امریکې په متحدو ایالتونو کې ۴۰ زره کلیسایی مذهبی مشران له ماشومانو څخه په ناوړه جنسی استفادې تورن دی .د پاپست شپاړسم بینیګدیت د سفر اصلی موخه د جمعې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ویناده.