1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شي جین پینګ او پوتین: په ګډه د امریکا پر وړاندي

۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبه

په روانه اونۍ کي روسیه او چین په ګډه د چین په ختیځ سمندر کي پوځي مانورونه پیلوي. د آلماني ژورنالیست الکساندر ګیورلاخ په نظر هرهغه څوک چی فکر کوي د دواړو قدرتونو ترمنځ درز رامنځته سوی، اشتباه کوي.

https://p.dw.com/p/4LHOh
Russland, China, Beziehungen, Made
انځور: DW

کله چي چین او روسیه د تایوان او جاپان په ساحلونو کي ګډ پوځي تمرینات کوي، نو د ختیځي آسیا په هیوادونو کي د الارم ږغونه پورته کیږي. مسکو او پیکنګ د اوکراین په وړاندي د روسیې د برید راهیسي لا ډیر سره نیژدې سوي دي. ولادیمیر پوتین او شي جین پینګ د خپلو هیوادو ترمنځ همکارۍ ته د ټولو ممکنه ملګرتیا په توګه ګوي.

دا خبره هم باید له یاده ونه ایستل سي چي پیکنګ ته د لیدني کتني پر وخت شي جین پینګ د آلمان صدراعظم ته ژمنه کړې وه چي د چین اولسي جمهوریت په اوکراین کي د اټومي وسلو د کارولو پرضد دی. د پرمختللو هیوادونو ترمنځ دغه حداقل اجماع په هیڅ ډول له مسکو څخه د پرشا کيدو په معنی نه ده، لکه څنګه چي یې ګډ تمرینات غواړي وښيي.

د شمالي کوریا اړیکه

که څه هم د چین اولسي جمهوریت هیڅکله هم د روسیې د پوځي ملاتړ په هکله اقرار نه دی کړی، خو داسي ښکاري چي د شمالي کوریا له لاري د وسلو تکنالوژي د اشغال سوي اوکراین د جبهو کرښو ته رسیدلې وي. پوتین او شي جین پینګ دواړه د شمالي کوریا د کیم جونګ اوو، د دیکتاتور حکومت ملاتړي دي. (لکه څنګه چی په تهران کي د ملایانو له حکومت سره ټینګي اړیکي لري.)

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په حواله د روان میلادي کال په وروستیو ورځو کي د توغندیو ۸۸ آزمویني ترسره سوي دي. ډېري یې په هغه سمندر کي چي په جاپان او یا هم جنوبي کوریا پوري اړه لري، لویدلي دي چي له امله یې هغه امریکايي ځواکونه چي په دواړو هیوادونو کي ځای پرځای دي، اضطراري حالت ته راګرځول سوي دي. داسي یوه موافقه هم موجوده ده چي اوس شمالي کوریا د اټومي توغندیو توان لري.

TTP I Alexander Görlach
د دویچه ویلی خبریال الکساندرګیورلاخ انځور: DW

 پر تایوان باندي د چین تمرکز

پیکنګ د آزاد او دیموکراټ تایوان د سمندري بلوک پر وخت د اګست په میاشت کي توغندي وتوغول چي د تایوان د ساحل ته نيږدې ولویدل. دا په دغه ټاپو کي د امریکايي سیاستوالي نانسي پلوسي د لیدني کتني په غبرګون، د شي جین پینګ یو غچ وو. که څه هم پیکنګ ګومان کوي چي تایوان د چین په اولسي جمهوریت پوري اړه لري، خو په حقیقت کي یې هیڅکله پر دغه ټاپو چي دیموکراسي پکښي غوړیدلې ده، حکومت نه دی کړی.

مسکو او پیکنګ دواړه د آرام سمندرګي په لویدیځ کي د کړکېچ زیاتیدل غواړي او د هغوی مانورونه اوس په اصطلاح د هغو څپو د هواریدو په معنی نه دي چي په تیرو څو میاشتو کي رامنځته سوي دي.

Taiwan China Konflikt Manöver
پوځي مانورونه، د چین او تایوان کړکیچانځور: Yomiuri Shimbun via AP Images/picture alliance

پیکنګ اوس په دې هڅه کي دی چي دغه نړیوالي اوبه په وحشیانه ډول په ملي اوبو بدلي کړي. د دې کار له پاره چینايي ملیشو پخوا لا هغه ټاپو نیولی دی چي په فیلیپین پوري اړه لري. علاوه پردې د چین اولسي جمهوریت مصنوعي جزیرې هم جوړي او هغه یې نظامي کړي دي.

وروستی هدف دا دی چي امریکا متحده ایالات چي د فیلیپین، تایوان، جاپان او جنوبي کوریا ملګری دی، له پاسیفیک څخه وشړي تر څو د یوه نوي ځواک په توګه د سیمي هیوادونه، هم د پوځي او هم د اقتصادي لحاظه تر خپلي ولکې لاندي راولي. دا چی پیکنګ پر دغو دواړو شیانو یوځای فکر کوي، په تیرو وختو کي په ښکاره ډول څرګند سوي دي: له ۲۰۱۰ م کال راهیسي چین د Foreign Affairs  مجلې د یوه رپوټ له مخي په ۱۲۳ پیښو کي هڅه کړې چي د اقتصادي فشار له لاري خپله سیاسي ایډيالوژي عملي کړي.

GP/NZ/DW.Online