شويبله: د يونان د سپما هڅي د ستايني وړ دي
۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبهاعلان
د آلمان د مالي وزير ولفگانگ شويبله د يورو پولي واحد د غړي هيواد يونان له خوا د سپما هڅي ستايلي دي. يونان د پورونو د بحران له کبله د ډېوالي کېدلو له گواښ سره مخامخ دئ او د يورو پولي واحد د نورو غړو هيوادونو و اقتصادي مرستو ته اړتيا لري.
شويبله د ټاگس شپيگل ام زونټاگ ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي يونانيان د سپما له وجي له سختو مشکلاتو سره مخامخ دئ. نوموړي په عيني حال کي د يونان د ولسمشر کارالوس پاپولياس هغه تورونه رد کړي دي چي ويل سوي ول چي شويبله غواړي يونانيان د خندا وړ وگرځوي.
شويبله پر يوناني حکومت نيوکه کړې ده چي د آلمان له خوا هغه وړانديز ئې په واري واري رد کړی دئ چي آلمان د يونان د مالي چارو د سيسټم په سمون کي ورسره کومک وکړي.