شويبله د عمومي واټونو څارنه غواړي
۱۳۸۶ تیر ۱۱, دوشنبهاعلان
شويبله په ټلويزيون کې وويل چې د برتانيې شنډ شويو بريدونو دا وښودله چې د ده د وزارت اخطارونه هسې بې ځايه نه دي، بلکې تروريزم په رښتيا يو لوی گواښ دی. د ليبرال دموکرات گوند د کورنيو چارو سياستوال ماکس شتادلر بيا وايي چې په آلمان کې د پلان شويو ترهگرو بريدونو په اړه دقيق معلومات او کومې نښې نشته. له بلې خوا د ښاغلي شتادلر په اند د لندن او گلاسگو بريدونو وښودله چې ويډيويي څارنه د بريدونو مخه سل په سلو کې نه شي نيولای.