1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

« پوتین اروپا ته د انرژۍ د نه لیږلو په سیاست کي ناکامه دی»

۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ د روسیې د جمهور رئیس ولاد یمیر پوتین دا کوښښ ناکامه بولي چي پراساس به يې د اوکراین د جنګ پر مهال جرمني او اروپا د انرژۍ په نه لیږلو سره تر فشار لاندي راولي.

https://p.dw.com/p/4ISt2
Bildkombo | Wladimir Putin und Olaf Scholz
انځور: Kay Nietfeld/Sputnik/AP/dpa/picture alliance

شولڅ نن پنجشنبه(اکتوبر میاشتي ۲۰) د اروپايي اتحادیې د سرمشریزي په باب د حکومت د یوې اعلامیې پر وخت په پارلمان کي وویل: «پوتین امیدواري درلوده چي د ګازو په بندولو سره موږ تر فشار لاندي راولي او یرغمل مو ونیسي، خو هغه په دې کار کي غلطه محاسبه کړې وه.» ځکه چي په خبره یې اروپا یو د بل تر څنګ سره ولاړه ده. او جرمني په څو تیرو هفتو او میاشتو کي ډاډ ورکړی ؤ چي «موږ په ګډه تر ژمي په اسانۍ سره تیریدلای سو».

له بلي خوا بیا شولڅ د دې هرکلی وکړ چي اروپايي اتحادیه هم د ګازو د استعمال پر ۱۵ فیصده سپما باندي سره متفق سوې ده. په خبره یې دا « د اروپايي همکارۍ یو قوي زیګنال دی» د جرمني په مقابل کي هم چي تر اوسه پوري یوازي د روسیې په ګازو پوري تړلی وو.