1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ پر پوتین سخت انتقاد وکړ

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

د آلمان صدراعظم په ښکاره ډول روسيه په امپرياليزم تورنه کړه. دا په ملگرو ملتونو کي د شولڅ لومړۍ وینا ده. هغه د ستر نړیوال کړکېچ خبره وکړه .شولڅ همدارنگه په افغانسان کي د بشري حقونو وضعیت ته هم اشاره وکړه.

https://p.dw.com/p/4H8f1
UN Generalversammlung | Olaf Scholz
انځور: Jason DeCrow/AP/picture alliance

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین باندي سخت انتقادونه وکړل. دغي تهاجمي جگړې ته په کتو سره شولڅ په نیویارک کي د ملگرو ملتونو په اسامبلې کي په خپلي لومړنۍ وینا کي وویل: «هغه [پوتین] نه یوازي دا چي اوکراین ویجاړوي، بلکي خپل هیواد هم.»

هغه زياته کړه چي پوتین دغه جگړه فقط د یوه هدف له پاره پر مخ وړي: «اوکراین تر خپلي ولکې لاندي راولي. د هغه له پاره خودمختاري او سیاسي خپلواکي ارزښت نه لري.« شولڅ زياته کړه: «د دې کار له پاره فقط یوه کلمه سته هغه، په ښکاره ډول امپریالیزم دی.»

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله نن پيليږي

هغه یو وار بیا د ملگرو ملتونو له غړي اوکراین څخه په ټول قوت سره پر ملاتړ ټینگار وکړ. هم له مالي پلوه او هم له اقتصادي، بشري او همدارنگه د وسلو د ورکولو له لاري.

«سرحدونه باید په زورزیاتي سره شاته نه سي»

اولاف شولڅ همدارنگه له نړیوالي ټولني وغوښتل چي د ملگرو ملتونو د منشور د اهدافو او اصولو ملاتړ وکړي. هغه وویل چي سړی باید په اصطلاح لاس تر زني کښې نه ني، چي په اټومي وسلو سمبال ستر قدرت دي وغواړي د اوکراین سرحدونه چي د ملگرو ملتونو او امنیت شورا دایمي غړی دی، په زور سره شاته کړي.

شولڅ د نړۍ د »نوي تجزیه کیدو« له امله خپله اندېښنه څرگنده کړه. د هغه په خبره نوي جگړې او کړکیچوڼه رامنځته سوي دي. نړیوال ستر کړکیچوڼه زموږ مخي ته پراته دي، هغوی سره وصل او لاپسي قوي کیږي.

UN-Vollversammlung | Olaf Scholz und Antonio Guterres
د ملگرو ملتو اسامبله: اولاف شولڅ له انتونیو گوتیریش سرهانځور: Bebeto Matthews/Pool/AP/dpa/picture alliance

د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال په خپله وینا کي دې ته اشاره وکړه چي د ملگرو ملتونو غړي د بشري حقونو د دفاع له پاره مکلف دي. د هغه پس منظر د چین په څیر استبدادي دولتونو سره شخړه ده.

شولڅ د چین له مشرتابه څخه وغوښتل چي په شين جیانگ کي دي د مسلمان اقليت د وضعیت په هکله د بشري حقونو له پاره د ملگرو ملتونو د پخوانۍ کمیساري میشل باچیلیت سپارښتني عملي کړي. پیکنگ هغه تورونه ردوي چي په نوموړي ولایت کي په سونو زره انسانان د بیا روزني په کمپونو کي بند ساتل کیږي.

شولڅ همدارنگه په افغانستان، شمالي کوریا، سوریې، ایران او سپیني روسیې کی له بشري حقونو څخه د سرغړونو یادونه هم وکړه. 

شولڅ همدارنگه یو وار بیا، د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کي د اصلاحاتو او د جرمني له پاره د ملگرو ملتونو په عالي اداره کي د دایمي چوکۍ له پاره کمپاین وکړ. د هغه په خبره: «آلمان دې ته تیار دی چي په اول سر کي د غیر دایمي او په ۲۰۲۷ او ۲۰۲۸ کلونو کي د دایمي غړي په توگه دغه ستر مسوولیت پرغاړه واخلي.» هغه ټینگار وکړ:«جرمني د ملگرو ملتونو د سیستم دوهم ستر تمویل کوونکی دی.»

GP/NZ/DW.Online