1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ: لکه په روسیې باندي تړل کیدل به دوهم وار پيښ نسي

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

صدراعظم، اولاف شولڅ غواړي د جرمني اقتصاد د بین المللي انډیوالانو سره پر یوې پراخي معاملې باندي تنظیم کړي.

https://p.dw.com/p/4Ju7n
Deutschland Berlin | Wirtschaftsgipfel der "Süddeutschen Zeitung" | Olaf Scholz
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

هغه نن سه شنبه په برلین کي د «زیوډ څایټونګ» له خوا اقتصادي کنفرانس کي چین ته په اشارې سره دغه خبره وکړه او ویې ویل: «لکه په روسیې باندي دوابستګئ اشتباه به موږ ته دوهم وار پيښه نسي». په خبره یې الماني شرکتونه مبتکره دي او ځانونه عیارولای سي، نو ځکه باید رنګارنګي نړۍ ته د ورداخلیدلو څخه بیره ونه لري. 
شولڅ همدارنګه د جنوبي امریکا د میرکوزور ګروپ او امریکا متحده ایالاتو سره د ازاد تجارت په تړونونو کي د پرمختګ خبره وکړه.