1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ د اوبلن گاز د ذخیرې لمړنۍ ساحه پرانیزي

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ نن شنبه د اقتصاد او مالیې د وزیرانو، روبرت هابیک او کریستیان لیندنر سره یوځای د اوبلن گاز د ذخیره کولو لمړنۍ ساحه افتتاح کوي.

https://p.dw.com/p/4L6F8
Deutschland Wilhelmshaven | Eröffnung von LNG-Terminal | Scholz & Habeck & Weil & Lindner
انځور: Axel Heimken/AFP/Getty Images

د په اصطلاح اوبلن او نوي کیدونکي دغه گاز- FSRU ذخیره ځای به هر کال د جرمني د گازو شپږ فیصده ضرورت مرفوع کړي. 
د حکومت په فرمایش سره به د اونپیر- Uniper په نامه یو شرکت د نورو شرکتونو سره یوځای ددغه میدان د چلولو مسؤلیت پرغاړه ولري. د ویلهلمس هافن په ښار کي د دغه ترمينال تر څنگ حکومت د اوبلن گاز نور څلور ترمينالونه هم کرایه کړي دي. پردې سربیره په لوبمین کي د یوه خصوصي شرکت لخوا د اوبلن گاز پروژه هم جوړیږي.