1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ: افغانستان او سوريې ته د مجرمانو اخراج به عملي شي

۱۴۰۳ شهریور ۷, چهارشنبه

د آلمان په زولینګين ښار کې د چاقو تر یوې حملې وروسته په دغه هيواد کې د مهاجرت سیاست اړوند بحثونو شدت موندلی دی. صدراعظم ډاډ ورکړی دی چې افغانستان او سوريې ته د مجرمو او خطر جوړونکو مهاجرو اخراج به عملي شي.

https://p.dw.com/p/4k0up
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ
 شولڅ پر دې ټينګار وکړ چې د مجرمو او خطر جوړونکو مهاجرو اخراج به سوريې او افغانستان ته اجرايي شيانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د آلمان صدراعظم د سه شنبې ورځې په ماسپښین د آلمان زيډ ډي اف تلویزیون سره په خبرو کې د نیوکو په مقابل کې «د مهاجرت انفرادي حق» دفاع وکړه او وې ويل چې له افغانستان او سوريې څخه مهاجر کولی شي په انفرادي شکل په آلمان کې خپل د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي.

هغه له خپلو دغو خبرو سره په واقعیت کې له هغو وړاندیزونو سره مخالفت وکړ چې په سرحدونو کې دې په عمومي توګه افغان او سوریايي مهاجر رد شي.

 شولڅ پر دې هم ټينګار وکړ چې د مجرمو او خطر جوړونکو مهاجرو اخراج به سوريې او افغانستان ته اجرايي شي: «ټول کولی شي اعتماد وکړي: موږ په شدیده توګه هڅه کوو چې دغه هدف عملي کړو. دا هغه څه دي چې موږ، ټول حکومت ورته ژمنه کړې او دا د صدراعظم په توګه زما غوښتنه ده.»

د آلمان صدراعظم په عین وخت کې پر غیرقانوني لارو د مهاجرتونو پر کمښت ټينګار وکړ او وې ويل چې په دې برخه کې ثابت سرحدي کنټرول مهم رول لري.

اولاف شولڅ وويل: «موږ د ډېرو زیاتو کلونو برخلاف، چې اوږدمهاله سرحدي کنټرول ترسره کړو. دغه کنټروله موثر هم واقع شوي دي او زه د امکان تر حده سرحدي کنټرولونو ته ادامه ورکوم.»

د آلمان صدراعظم د سه شنبې په ورځ د اپوزیسیون ګوند د آلمان مسيحي دموکرات (سي ډي او) له مشر، فریدریش مرتڅ، سره په زولینګين ښار کې د چاقو حملې او د مهاجرت قانون په تړاو خبرې وکړې. شولڅ وويل: «دا ښه دی چې اپوزيسیون د دا ډول یوې مهمه موضوع په تړاو له حکومت سره کار کولو ته اماده وي.»

مرتڅ ويلي دي چې له افغانستان او سوريې د مهاجرتونو موقتي توقف او دغو دوو هېوادونو ته د اخراجونو چټکول، آلمان ته د بېسارې مهاجرتونو پر وړاندې د مبارزه یوه برخه ګڼلې ده.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

مرتڅ، شولڅ ته د نورو تر څنګ دا وړانديز کړی چې ډېر ژر د حکومت او اپوزیسیون له لورو استازي وټاکل شي او دغه استازي دې مشخصه کړي چې د مهاجرت په قانون کې کوم ځایونو کې په ګډه بدلون راوستلی شي. مرتس د یو «ملي بيړني وضعیت» څخه خبره وکړه چې په هغو کې باید ځيني ځانګړې استثنايي قوانین موجود وي.  

د آلمان آزاد دموکراتانو ګوند «اف ډي پې» چې د ائتلافي حکومت شریک دی، د «مهاجرت او پناه غوښتنې په قانون کې بدلون» راوستلو ته تمایل ښودلی دی. د دغې ګوند مشرې، کریستین لیندنر، آلمانې ورځپاڼې «بيلد» ته ويلي دي چې د دوی د ګوند او د مرتڅ د وړاندیزونو تر منځ نژدې والی موجود دی. هغې له دې نه علاوه وړانديز کړی دی چې «دوبليني مهاجر لکه د زولنګين مهاجر، نور بايد په آلمان کې د سوسیال مرستې ترلاسه نه کړي، تر څو هغوی د اروپايي اتحاديې مسئول هیواد ته تللي وي.»

د مهاجرت مهارولو له پاره د آلمان تلاښ

د دوبلین قانون له مخې، پناه غوښتونکي باید په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې په لومړي ځل پکې راجستر شوی وي. د زولنګین د چاقو حملې تورن هم په پام کې وو چې بلغاریا ته اخراج شي.

د آلمان پارلمان د کنټرول کميټې مشر، کنستانتین فون نوتس، چې د زرغون ګوند کړی دی، د آلمان «اې آر ډي» تلویزیون سره په خبرو کې نیوکه وکړه چې مرتڅ د «بيړني حالت» په تړاو خپلو خبرو سره ناډاډمني رامنځ ته کوي او له داسې خبرو هغه تروریست چې غواړي په ټولنه کې ناامني او وېره خپره کړي، ګټه پورته کوي.

هغه زیاته کړه چې زرغون ګونډ د ټولو هغو وړاندیزونو په هکله چې د آلمان اساسي قانون او د اروپايي ټولنې د قوانينو له مخې د اجرا وړ وي، بحث ته تیار دی. فون نوتس زیاته کړه چې کومه غوښتنه چې د دوی له ګوندي حدودو ورهاخوا وي، هغسې ستونزې ته به په ګډه رسيدګي کوي.

د زرغون ګوند دغه سیاستوال په خبره چې امنيتي ادارې باید تقویه شي او کوم پروپاګند کې چې هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ليدل کیږي، مهار شي. هغه زیاته کړې ده چې د دغه کار له پاره په کافي اندازه قوانین موجود دي، صرف چې په منسجم شکل اجرايي شي.

Mks/nz/(KNA,Reuters) pa/af

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب