1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهباز شريف لومړی سفر سعودي ته کړی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۸, پنجشنبه

د پاکستان نوي صدراعظم، شهباز شریف، د پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړ. د هغه د سفر موخه له سعودي عربستان څخه د مالي ملاتړ جذبول ښودل شوي، څرنګه چې هغه د پاکستان د اقتصاد د ثبات له پاره د هلو ځلو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4AZv6
Pakistan | Mian Muhammad Shahbaz Sharif
انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف د خپل هیواد د اقتصاد د ثبات له پاره د هلو ځلو ډاډ ورکړی او هڅه کوي په دې برخه کې د سعودي عربستان ملاتړ ترلاسه کړي.

یوه رسمي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آلمان خبري آژانس ته وویل چې اسلام آباد به له ریاض څخه د څه باندې ۴ ميليارډ ډالرو دوه اړخیز پور چې د پلان له مخې باید د روان کال تر پايه ورکړل شي، له سعودي څخه وغواړي چې دغه موده تر یوه کاله پورې وغځوي.

پاکستان به همدارنګه هڅه وکړي چې سعودي عربستان د خپلو هغو درې میليارډه کمکي پیسو مقدار چې د پاکسستان په مرکزي بانک کې يې زیرمه کړي دي، ۵ میليارډو ته پورته کړي.

د سعودي عربستان د سیاسي چارو شنونکي علي شيهاب د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د شريف کورنۍ د [سعودي عربستان] له شاهي کورنۍ سره ډير ښه دوديزې روابط لري او دغه کتنه به د (شهباز شریف) په ګټه وي.»

شریف د پنجشنبې په ورځ پر ټويټر ليکلي دي، «زه نن سعودي عربستان ته سفر کوم تر څو خپل د ورورۍ او دوستۍ تعلقات يو ځل بیا تازه او تائيد کړو.» هغه د سعودي عربستان په اړه ويلي دي چې «دغه هیواد زموږ په زړونو کې ځانګړی ځای لري.»

د پاکستان له صدراعظم سره، د دغه هیواد نوی د بهرنیو چارو وزير، ۳۳ کلن بلاول بهوټو زرداري مل دی. نوموړي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزير په توګه لوړه وکړه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي دي چې تمه ده چې د سعودي عربستان له چارواکو سره د شریف خبرې پر «اقتصادي ودي، سوداګرۍ، زیربنايي روابطو او همدارنګه په سعودي عربستان کې د پاکستان کاري ځواک ته د لا ډيرو کاري فرصتونو پر برابرولو متمرکزې وي.»

د اعلاميې پر اساس، په سعودي عربستان کې تر دوه میلیونه ډير پاکستانيان ژوند کوي.

شهباز شریف د روانې ميلادي میاشتې په پیل کې، د پارلمان له خوا د مخکنی صدراعظم عمران خان د سلب صلاحیت کیدو وروسته د پاکستان د نوی صدارعظم په توګه انتخاب شو. شهباز شریف او د هغه ورور د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف له خپلو یو شمیر خپلوانو سره په ۲۰۰۰م کال په پاکستان کې تر کودتا وروسته، سعودي عربستان ته ولاړل. دوی تر ۲۰۰۷م کال پورې بیرته پاکستان ته راستانه نه شول.

سعودي عربستان هغه هیواد چې شهباز شریف په کې د جلا وطنۍ پر وخت کلونه تیر کړي دي، له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان له پاره یو استخباراتي شريک او د دغه هیواد د کړکيچن اقتصاد له پاره د یوې منظمې سرچېنې په توګه پاتې شوی دی.