1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

شنه څراغونه او د کولمو په سرطان د اخته کیدو احتمال

۱۳۹۹ مرداد ۱۹, یکشنبه

لکه څنګه چي د نړۍ اکثره ښارونه مخ په ډیریدونکي ډول سره د سړک د غاړي شنه (آبي) څراغونه کاروي، یوه نوې څیړنه بیا ښکاره کوي، چي د شنې رڼا سره تر حده ډیر تماس د کولمو په سرطان د اخته کیدو احتمال ډیروي.

https://p.dw.com/p/3ggma
Grenfell Tower Jahrestag Gedenken
انځور: Reuters/P. Nicholls

د تلګراف د یوه رپوټ پراساس د هسپانیې یو تحقیقاتي ټیم د بارسلونا او مادرید په تر ۲۰۰۰ اضافه د پاخه عمر لرونکو کسانو باندي تجربې وکړې او د خپلو تحقیقاتو په نتیجه کي یې اعلان وکړ چي هغه کسان چي د شنې او تکي سپیني رڼا، لکه ال اي ډي، د لپټاپ، موبایل، تېبلیت او یا سکرین له نور سره تر حده ډیر تماس لري، تر نورو کسانو یې په سرطان د اخته کیدو احتمال ۶۰ فیصده ‌ډیر دی.

د زړه په باب تحقیقاتو تردې دمخه په اثبات رسولې وه، چي دغه ډول رڼاوي د خوب د خرابیدو او چاغۍ سبب کیږي، خصوصأ هغه کسان چي د شپې کارونه کوي د پروستات او سینې د سرطان خطر یې لوړیږي. په شپه کي شنه او تکه سپینه رڼا د صحي جهاني سازمان لخوا پخوا لا د سرطان رامنځته کونکي مادې په حیث معرفي سوې وه. داسې قوي علمي شواهد وجود لري، چي ښکاره کوي، هغه کسان چي په شپه کي د نور سره ډیر تماس لري، تومورونه په اسانۍ سره پکښي جوړیږي او تشکیلیږي.

Symbolbild Grüne Glühbirne Umwelt   Energie ökologisch neu denken
تحقيق کونکو موندلې هغه کسان چي د شنې او تکي سپیني رڼا سره ډیر تماس لري،۶۰ فیصده ‌ډیر د سرطان خطر سره مخ وي.انځور: picture-alliance/dpa

د محقیقینو په خبره په شپه کي د نور سره ډیر تماس نیول، په خاص ډول آبي رڼا سره، کیدلای سي د ملاتونین ترشح او تولید راکم کړي. البته دا د نور په شدت او د هغه امواجو په اندازې پوري هم اړه لري. ملاتونین یو ډول هورمون دی، چي په مغز کي د پینه آل غُدې په واسطه ترشح کیږي او ترشح یې د خوب او بیدارۍ د دایرې د جریان تنظیمولو دپاره ډیره مهمه ده.

د ملاتونین ترشح او تولید د ماښام د ۸ بجو څخه شروع او د نیمي شپې پر ۳ بجو باندي خپل اوج ته رسیږي. د طبیعي ملاتونینو لږ مقدار کیدلای سي، د انساني دفاعي سیسټم خراب او د سرطان تحریکونکي سیتوکین مادې د تحریک سبب وګرځي.

ملاتونین د انتي اوکسایډ یو ډول دی، چي کیدلای سي د سرطان د مختلفو ډولونو، لکه د معدې او کولمو د سرطان د مخنیوی او علاج سبب وګرځي او هم د سرطان د کیمو تراپي سره حساسیت ښه کړي.

د دغه انځوريز البوم ليدل او معلومات به له ګټې خالي نه دي: