1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا ښایي بیا توغندي آزمویلي وي

۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

دغه توغندي په داسې حال کې ازمويل کیږي چې امریکا او سویلي کوریا په سیمه کې پوځي تمرینات پیل کړي دي. شمالي کوریا بیا دغه تمرینات غندي. شمالي کوریا په وروستیو وختونو کې څو وارې توغندي توغولي دي.

https://p.dw.com/p/3NOdG
Südkorea Raktentest von Nordkorea
انځور: picture-alliance/AP Photo/Ahn Young-joon

سویلي کوریا ویلي دي چې شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ سهار وختي دوه ناپیژندل شوي توغیدونکي توکي د سمندر پر لور توغولي دي. ویل کیږي چې دغه توکي له «هوانغاي ولایت» څخه توغول شوي چې تر واټن وهولو وروسته بیا په اوبو کې لوېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ پر هغو پوځي تمریناتو باندې نیوکه وکړه چې سویلي کوریا او امریکا متحده ایالاتو په ګډه په سیمه کې پلان کړي دي. پیانګیانګ ویلي دي چې دغه تمرینات د سولې د هڅو مخنیوي کوي او ښيي چې د اړیکو د ښه کولو له پاره سیاسي اراده نه شته.

که دا خبره تائید شي چې دغه توغیدلي توکي «د لنډ واټن ویشتونکي توغندي» ول، نو دا به په تیرو دوو اوونیو کې د شمالي کوریا له خوا د دغه ډول وسلو د آزمویني څلورم ځل وي.

د سویلي کوریا پوځ ویلي دي: «د سویلي کوریا او امریکا متحده ایالاتو استخباراتي چارواکي په دې باور دي چې دغه د لنډ واټن ویشتونکو توغندي هغو بالستیک توغندیو ته ورته دي چې شمالي کوریا د جولای میاشتې پر ۲۵مه نیټه آزمویلي وو.»

که څه هم د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جون میاشتې پر۳۰مه نیټه پریکړه وکړه چې د کوریا ټاپووزمې د بې وسلې کولو پر سره خبرې له سره پیل شي، خو له هغه راهیسې کوم عملي اقدامات نه دی شوی.

ترمپ بیا هڅه کړې ده چې د شمالي کوریا له خوا د دغو توغندیو آزموینې بې ارزښته وښيي او ټینګار کوي چې دغه کار د هغه او کیم تر منځ کوم شوی تړون نه ماتوي.

ترمپ تیره اوونۍ د شمالي کوریا له خوا د توغندیو تر توغولو وروسته، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه کومه ستونزه نه لرم [...] و به ګورو چې څه کیږي خو د لنډ واټن ویشتونکي توغندي [آزموینه] ډیر معیاري [عادي] وي.»

ms/nz  (Reuters, AP, AFP)