1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا «سوسیالسټي نمونه ښار» افتتاح کړ

۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبه

کم جونگ اون په شاندارو مراسمو سره یو نوی ښار«سم جیون» افتتاح کړ او هغه یې یو «سوسیالسټي نمونه ښار« یاد کړ. داسي معلومیږي، چي د راتلونکي ښارونو څخه به د شمالي کوریا تصور او تخیل همدا ډول وي.

https://p.dw.com/p/3UBf1
Nordkorea Propaganda l Eröffnung der Musterstadt Samjiyo - Kim Jong Un, Archiv
انځور: picture alliance/AP Images/Korean Central News Agency

په شاندارو مراسمو او اورلوبو سره د شمالي کوریا واکمن، کم یونگ اون د پټۍ په پرې کولو سره دغه ښار رسمأ افتتاح کړ. دې ښار ته د هغه د یوې ډیري محبوبې ساختماني پروژې په سترگه کتل کیږي. سم جیون به نو د کم جونگ اون په غوښتنه په آینده کي د«عصري تمدن ښکارندوی» وي.

د مځکي پرمخ »جنت«

د شمالي کوریا په یوه رسمي اعلامیه کي راغلي، چي د سم جیون ښاري ناحیه به په «سوسیالیزم کي د یوه غرني عصري ښار نمونه وي.» د شمالي کوریا د کارگر گوند د سیاسي دفتر غړي، چوی رونگ های په خپله یوه وینا کي ددې غوښتنه وکړه، چي دغه ښار د «بشریت د یوه په اصطلاح ډیر ښه جنت» په حیث تبدیل کړي.

Nordkorea Propaganda l Eröffnung der Musterstadt Samjiyo
انځور: Reuters/KCNA

دغه ښار د شمالي کوریا په شمال د پیاکتو د مقدس غره سره نژدې جوړ سوی او د کیم د حاکمي کورنۍ له پاره یو سمبول هم دی. د شمالي کوریا د معلوماتو پر اساس دغه ښار د ۴۰۰۰ فامیلونو له پاره ځای لري او تقریبأ ۱۰۰۰۰ اپارتمانونه لري. د دې ترڅنگ به پکښي موزیمونه، ژمني سپورټي مرکزونه او گلخانې هم جوړې سي چي د ښار اوسیدونکو ته میوې او سبزیجات تقدیموي.

Nordkorea Propaganda l Eröffnung der Musterstadt Samjiyo
انځور: picture alliance/Yonhap

د ښار په جوړولو کي جبري کارونه

که څه هم په شمالي کوریا کي انتقاد کول منع دي، خو د دغه هیواد  د باندي داسي سازمانونه موجود دي، چي دغي پروژې ته په انتقادي ډول سره گوري. په جنوبي کوریا کي د شمالي کوریا د مهاجرو یوه انټرنیتي ورځپاڼه »ډيلي اين کی« د همدې عیسوي کال په اگست میاشت کي لا رپوټ ورکړی ؤ، چي د نورو تر څنگ د شاوخوا ناحیو اوسیدونکي د ښار په جوړولو کي جبري کارونو ته مجبوره سوي دي. سربیره پردې له ټولې کوریا څخه کارگران هلته لیږل سوي دي. ویل کیږي، چي پر دغه ښار باندي ډیر مصارف هم راغلي دي.

په همدې حال کي د«سم جیون ښار» ته د کم جونگ اون د پراختیايي پلانونو په سترگه هم کتل کیږي، چي غواړي د هیواد  اقتصاد  یې پر خپلو پښو ودریږي او مستقل سي. دهغه د راکټي پروگرام له کبله پر دغه هیواد باندي بين المللي بندیزونه لگیدلي او د سختي انزوا سره مخامخ دی.