1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

شمالي کوریا د جاپان نوې دفاعي ستراتیژي سولي ته خطر وبلله

۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

شمالي کوریا بین المللي سولي ته د جاپان پر نوي نظامي ستراتیژۍ باندي د یوه «جدي» خطر په توګه انتقاد کړی، کومه چي به منطقوي امنیتي محیط «په اساس کي تغیر» کړي.

https://p.dw.com/p/4LEHS
Nordkorea Raketentest Miloitärmanöver USA und Südkorea
انځور: Louis Thompson Staats IV/U.S. Navy/ABACAPRESS/picture alliance

نن سه شنبه د شمالي کوریا د خارجه وزارت یوه اعلامیه کي چي د دولتي خبري آژانس کې سي ان اې لخوا نشر سوې ده، راغلي دي، «جاپان د یوې نوي امنیتي ستراتیژۍ په اتخاذولو سره چي عملاً ورته د نورو هیوادونو پرضد د تعرضي حملې امکانات په اختیار کي ورکوي، د دې سبب کیږي چي یو جدي امنیتي بحران رامنځته سي.» 

په عین حال کي پیونګ یانګ ټوکیو ته د جاپان د دغه اقدام په مقابل کي د «مشخصو اقداماتو» د سرته رسولو څخه اخطار ورکړی دی.