1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي آزمویلي

۱۴۰۱ اسفند ۲۳, سه‌شنبه

لږترلږه دوه بالستیک توغندي د جاپان د سمندر په لور توغول سوي دي. دا د تعجب ځای نه دی. مخکي له دې جنوبي کوریا او د امریکا متحده ایالاتو گډ پوځي تمرینات پیل کړي ول.

https://p.dw.com/p/4OdW2
Nordkorea U-Boot Cruise Missile Abschuss
انځور: KCNA/AFP

د جنوبي کوریا د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخي، شمالي کوریا دوه راکټونه توغولي دي. په سیول کی سترجنرال خبر ورکړی چي د لنډ واټن ویشتونکي دوه بالستیک توغندي کشف سوي دي. د هغو هدف د جاپان سمندر وو، چیري چي د ۶۲۰ کیلومتره په واټن په اوبو کي لگیدلي دي.

دغه نوي توغول سوي راکټونه د "Freedom Shield".په نامه پوځي مانورونو راهیسي لومړني توغول سوي توغندي دي. جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالات له ۲۰۱۷م کال راهیسي په خپلو گډو پراخو پوځي تمریناتو کي د شمالي کوریا د انډول سوو بریدونو په وړاندي د دفاع تمرين کوي. جنوبي کوریا اعلان کړی چي خپل تمریناتو ته به د توغندیو د فیرکیدو په نه پام کي نیولو سره دوام ورکړي.  

امريکا او جنوبي کوریا ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي

پیونګ یانګ دغه مانورونه د یرغل له پاره یو تمرین بولي او د هغو په وړاندي یې د »پریکړنده« اقداماتو اعلان کړی. ویل کیږي چي د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا له خوا د جگړې دغه ډول پاروني په اصطلاح سرې کرښې ته رسیدلي دي.

تر اوبو لاندي بیړیو څخه د کروز توغندي ، د دوهم برید خطر که تبلیغات؟

درې ورځي مخکی شمالي کوریا د اول وار له پاره دوه ستراتیژیک کروز توغندي له یوه اوبتل څخه وتوغول. د هغوی د خپلو معلوماتو له مخي دغه وسلې د دې له پاره مناسبي دي چي اټومي سرگلولې خپل هدف ته انتقال کړي او په دې ډول به د شمالي کوریا »اټومی گواښ« په گوته کړي. د جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو په نظر بیا دا به د اندیښنې وړ یو نوی پرمختگ وي، ځکه چي له بیړۍ څخه پیل سوی د وسلو سیستم به د دوهم اټومي برید توان پیدا کړي، حتی که په مځکه کي اټومی وسلې پرته له اغیزې وي.

شمالي کوريا غواړي د امريکا او سويلي کوريا د ګډ مانور په وړاندې غبرګون وښيي

په عین حال کی کارپوهان خبرداری ورکوي چي د داسي اهدافو له پاره د اعتماد وړ اوبتل بیړیو جوړول کلونه وخت غواړي او سترو پانگونو او تخنیکي پرمختگونو ته اړتیا لري. له بلي خوا د شمالي کوریا لاسونه په ډیرو برخو کي د اقتصادي بندیزونو له امله تړل سوي دي.

GP/NZ/DW.Online