1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا توغندي ازمویلي

۱۴۰۱ فروردین ۴, پنجشنبه

د جنوبي کوریا د پوځ د معلوماتو له مخې شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکي دوه بالستیک توغندي ازمویلي دي. دا تر یوې اوونۍ لږ وخت کې دوهم وار دی چې شمالي کوریا د بالستیک توغندي ازمويي.

https://p.dw.com/p/3N3KF
Südkorea Nordkorea Rackete
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Young-Joon

د جنوبي کوریا لوی درستیز د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای ۳۱مه) ویلي دي چې شمالي کوریا د ختیځ ساحل ونسان ښار څخه د لنډ واټن ویشتونکي دوه بالستیک توغندي توغولي دي.

د لوی درستیز په وینا دوو توغندیو۲۵۰ کیلومتره واټن وهلی او د ۳۰ کیلومترو ارتفاع ته رسیدلي دي. د لوی درستیز له لوري په خپرې شوې بیانیه کې ویل شوي دي: «موږ پر دې ټینګار کوو چې د توغندیو د توغولو لړۍ په کوریا ټاپو وزمه کې د ترینګلتیا له راکمولو سره مرسته نه کوي او له شمالي کوریا څخه غواړو چې له دغه ډول کړنو څخه ډډه وکړي.»

د جنوبي کوریا د یونهاپ په نوم خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغو توغنديو له پخوانیو ازمویل شویو توغندیو سره توپیر درلود.

د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې، ویلي دي چې د توغندیو توغولو «د جاپان ملي امنیت ته کوم ګواښ نه دی پيښ کړی.» د دفاع وزیر  تاکیشي آیوایا، ویلي دي: «دا ډیره د خواشینۍ وړ ده چې شمالي کوریا د توغندیو توغولو ته ادامه ورکړې، چې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک نقضوي.»

د امریکا متحده ایالاتو پوځ ویلي دي چې دوی د توغندیو د ازمویلو رپوټونه څاري.

شمالي کوریا شپږ ورځې ترمخه د لنډ واټن ویشتونکي دوه نوي بالستیک توغندي ازمویلي ول، چې له می میاشتي وروسته د توغندیو لومړنۍ ازموینه وه.

شمالي کوریا ویلي وو چې دغه توغندي د جنوبي کوریا له لوري نوي عصري دفاعي تکنالوژۍ رانیولو او په راتلونکي میاشت کې له امریکایي ځواکونو سره د پلان شوي پوځي تمریناتو پر وړاندې د خبرداري په موخه ازمویل شوي دي.

شمالي کوریا د اتومي بې وسلو کیدو په تړاو د مذاکراتو له پاره د امریکايا او جنوبي کوریا د ځواکونو تر منځ د ګډو پوځي مانورنو ختمیدل د لومړني شرط په توګه یاد کړي دي.

د شمالي کوریا د تیرې اوونۍ د توغندی ازموینه په نړیواله کچه غندل شوې وه.  د آلمان د کورنیو چارو وزارت له شمالي کوریا څخه غوښتي ول چې له هر ډول لمسون څخه ډډه وکړي.

amp,cw/aw sr/nz (AFP, AP, Reuters)

زموږ له آرشیف څخه: