1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

شمالي کوریا بیا بالستیکي راکټونه وتوغول

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

لکه څنګه چي د جنوبي کوریا خبري آژانس، یون هاپ ددغه هیواد د پوځ په حواله خبر ورکړی دی، شمالي کوریا یو وار بیا د جاپان د بحیرې پر طرف دوه بالستیکي راکټونه توغولي دي.

https://p.dw.com/p/4Hclo
Südkorea | TV-Berichterstattung über nordkoreanische Raketentests
انځور: Jeon Heon-Kyun/EPA-EFE

د جاپان ټلویزوني چینل، NHK بیا خبر ورکړی دی، چي دغه راکټونه د جاپان تر اقتصادي ساحې دباندي لګیدلي دي.  
دا په دې اونی کي څلورم راکټ دی، چي فیریږي. تیره پنجشنبه، د جنوبي کوریا څخه د امریکا متحده ایالاتو د جمهور ریس د مرستیالې، کامِلا هېریس تر تلو فقط څو ساعته وروسته، شمالي کوریا دوه بالستیکي راکټونه توغولي وه.