1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ځانوژونکې بريد کې درې عسکر او درې ماشومان وژل شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۵, یکشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چې افغانستان سره کرښې ته نژدې د امنيتي ځواکونو یو موټر ته نژدې ځانمرګی بريد شوی چې درې عسکر او درې ماشومان په کې وژل شوي دي. بل خوا د پيښور پولیس وايي چې دوه سیکهان د وسلوالو په ډزو وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4BKEm
Pakistan l Tatort des Selbstmordattentats an Kontrollpunkt bei Quetta
د آرشیف انځورانځور: Arshad Butt/AP/picture alliance

د پاکستان د پوځ په یوه اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه ځانمرګی برید د شمالي وزيرستان میرعلي ښارګوټي ته نژدې په یوه کلي کې شوی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې ځانمرګي بریدګر خپل د چاوديدونکو موادو ډګ واسکټ ته د امنيتي ځواکونو د ګزمې يوه موټر ته نژدې چاودنه ورکړه.

د پوځ اعلامیه وايي، برید په موټر کې ناست دوه عسکر ووژل او یو بل ېې ټپي کړ، همدارنګه درې ماشومان ېې هم سخت ټپيان کړل چې د پيښې په ځای کې په لوبه بوخت ول. زیاته شوې چې ټول ټپيان ډير ژر په یوه څرخي الوتکه کې روغتون ته انتقال شول خو هيڅ يو ېې ونه ژغورل شو.

اسوشتيد پریس له پيښوره په خپل رپوټ کې ليکي چې په فوري توګه د دغې حملې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. د پاکستان د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي چې امنيتي ځواکونو او کشفي چارواکو په سيمه کې د حملې د عاملانو د موندلو په موخه تحقيقات پیل کړي دي.

شمالي وزیرستان په ورستیو کلونو کې د کورنيو او بهرنيو اورپکو له پاره په يوه امن ځای بدل شوی چې وخت ناوخت پر امنيتي ځواکونو بریدونه کوي.  

په عین وخت کې د یکشنبې په ورځ د پولیسو یوه افسر اعجاز خان وويل چې پر موټرسايکل سپرو دوو وسلوالو د پيښور په سربند بازار کې دوه سیک دوکانداران په ډزو ووژل.

خان وویل چې ۳۸ کلن رنجیت سینګ او کنوال جیت سینګ په ګنو ګوليو داسې وخت وويشتل شول چې هغوی د باټا ټل د يکشنبې په بازار کې خپل د مساله جاتو دوکان د اشياو پر ايښودلو بوخت ول.

په سملاسي توګه د دغې پيښې مسئولیت هم کوم چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستلی. اعجاز خان وويل داسې ښکاري چې دغه سیکهان د دوی د توکم په خاطر وژل شوي وي. زیاته شوې چې د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

سیکهان د پاکستان په خیبر پخښتونخوا ایالت کې ميشته یوه کوچنۍ لږکۍ ده چې تر دې مخکې ېې هم غړي د اورپکو له خوا په نخښه شوي دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.