1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شدیدو ورښتونو په کونړ کې د یوې کورنۍ شپږ تنه وژلي دي

۱۳۹۹ فروردین ۳۰, شنبه

د کونړ ولایت چارواکي وايي چې د شدیدو ورښتونو په نتیجه کې د یوه کور د چت نړیدو په پيښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ننګرهار کې هم په ورته پيښه کې یوې ځوانې نجلې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

https://p.dw.com/p/3b71m
Afghanistan Kunar Coronavirus Lockdown
د کنړ مرکز، اسد آباد ښارانځور: DW/O. Deedar

د کونړ ولایتي ویاند عبدالغني مصمم دویچه ویله ته ویلي دي چې تیره شپه (د اپریل میاشتې د ۱۷ او ۱۸ نیټې ترمنځ شپه ) د شدیدو ورښتونو په پایله کې په خاص کونړ ولایت کې د یوه کور د چت د نړیدلو په پایله کې د یوې کورنۍ شپږ تنه غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کونړ د والي ویاند زیاتوي چې تیره ورځ د دغه ولایت په مرکز اسدآباد ښار کې هم د یوه کور د چت د نړیدلو په پایله کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د دغه ولايت له طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې مشر عبدالوارث صافی وایي چې په دې ولایت کې د وروستیو بارانونو په نتیجه کې په دې ولایت کې ۶۵ کورونو ته زیان اوښتی دی او له دې ډلې دوه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. ښاغلی صافی زیاتوي چې مرستندویه ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.

همدارنګه د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي ویلي دي چې په دې ولایت کې د یوه کور د چت د نړیدو په پيښه کې یوې ځوانې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تیره اونۍ هم په ننګرهار ولایت کې د سیلابونو د راوتلو په نتیجه کې یو شمیر کورنۍ بند پاتې شوې وې چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو له خوا وژغورل شول.

د روان کال پسرلی په افغانستان کې له شدیدو ورښتونو سره مل دی او د دغه هیواد په ډیرو ولایتونو کې یې د ځاني تاوانونو سره یوځای خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: