شتاين ماير:موږ په اټومي بې وسلې کولو کښي پرمختګ غواړو
۱۳۸۸ خرداد ۲۱, پنجشنبهشتاين ماير وويل چې : په مسکو کې ښه لمر او توده هوا ده، خو موږ يوازي د ښې هوا پر موضوع باندي نه يو سره پاته شوي .
دا خبره د بهرنيو چارو وزير په سره ميدان باندي، د روسيې له مشر ميدويدوف سره تر کتنې وروسته وکوله . ده له گرجستان څخه په بيلو شوو سيمو جنوبي اوسيتيا او ابخازيا کې د نړيوالو څارونکو لانجې ته هم اشاره وکوله، او ويې ويل چې د امن په نړيواله جرگه کې د يوې روغي جوړي هيله لري . خو د نظرونو له توپير سره سره دی باور لري او څرگندوي چې :
« روسيه د آلمان او ټولي اورپايي ټولني يو د اهميت وړ گاونډی هېواد دئ او وي به . نو ځکه موږ لانجمنو ټکو ته د نږدې کېدلو په صورت کې عملي کېدونکې اړيکې غواړو. »
مثلاً دا چې له ايران او شمالي کوريا سره څه ډول چال چلند وشي . په دې ارتباط د آلمان د بهرنيو چارو وزير يو وار بيا د امريکې او روسيې تر منځ د بې وسلې کولو د موضوع اهميت ته گوته ونيوله .
ده په ډاگه کړه :« هيله لرم، په منځ ته راتلونکو خبرو اترو کې، په رښتيا سره هم ژر ترژره نتيجې ته سره ورسېدلی شي . د ايران او شمالي کوريا موضوعگاني په ډاگه کوي، چې موږ تر نړيوال فشار لاندي يو. موږ سږ کال د اتومي بې وسلې کونې په لاره کې پرمختگ ته ضرورت لرو.»
د چهارشنبې په ورځ د مسکو د طبيعي علومو يا ساينس پوهنتون ته د شتاين ماير د وينا يوه موضوع هم بې وسلې کونه وه . ده له روسيې څخه وغوښتل چې د اوبا لخوا وراوږد شوی لاس ونيسي . که څوک په دې لاره کې ځنډ کوي او يا تکتيک چلوي، نو په هغه صورت کې به يوه بې مثاله موقع له لاسه ورکوي .
د روسيې مشر ميدويدوف بيا د شتين ماير په وړاندې، د آلمان او روسيې د اړيکو له ځانگړيتوب څخه خبري وکولې، خو دا نيوکه يې هم وکړه، چې د دواړو ملکونو تر کت سوداگري کمه شوې ده .
ميدويدوف څرگندوي : «موږ غواړو خپلي دوه اړخيزه اړيکي نوري هم پراخه کړو. زموږ اړيکي ډېرې ښې او د ملگرتيا پر بنسټ ولاړي دي . خو موږ ته ښايي دا کوشش وکوو، چې زموږ اقتصادونه هم هغه لکه له بحران څخه مخکې غوندي ښه گډکار سره وکوي .)
د شتاين ماير په پروگرام کې له پوتين سره يوځای، د ماشومانو د سرطان د يوه روغتون بنسټ اېښونه او له خپل روسي سيال لاواروف سره کتنه هم په پروگرام کې شامله وه . روغتون ته به د جرمني له مرستو څخه پيسې ورکول کيږي .
شتين ماير د ميدويدوف او هم يوې ژورنالستې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولي يې د اقتصاد پر وزير کارل تيودور باندې نيوکي کړېدي وويل :
«زموږ د هلوځلو هدف دا دی، چې د کارځايونه وساتو او نه دا چې د افلاس او ډېوالي کيدو پر ضرورت باندې فشار واچوو. موږ بايد پوه شو، چې زموږ لومړۍ دنده دا ده، په دې بحراني حالت کې، صنعتي ظرفيت او د کارځايونه خوندي وساتو، تر څو د بيا ودي په صورت کې، مخ ته ولاړ وو. زه هيله لرم، د اقتصاد وزير هم په همدې نظر وي .»
هارت برِشت/عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري