1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیپري: په نړۍ کي د استفادې وړ اټومي وسلو شمېر زیات سوی

۱۴۰۳ خرداد ۲۸, دوشنبه

د سولي د څېړني انستیتوت (سیپري) د اټومي وسلو په هکله نوي ارقام وړاندي کړي او «د بشریت په تاریخ کي یې د یوه تر ټولو خطرناک وخت» خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4h7Lk
BG Nuklearwaffen | chinesische Dongfeng-41 Raketen
انځور: Zhang Haofu/Xinhua/picture alliance

که څه هم په مجموعي ډول د اټومي سرگلولو شمېر یو ځل بیا راکم سوی، خو تیرکال د استفادې وړ اټومي وسلو شمیر بيا زيات سوی دی. دا خبره په ستاکهولم کې د سولې څېړنيز انستیتوت (سیپري) په رپوټ کي راغلی دی چي د دوشنبه په ورځ خپور سوی دی.

د سیپري مدیر دن سمیت، څرگنده کړه: «موږ د بشریت په تاریخ کي په یوه ډیر خطرناک وخت کي ژوند کوو.»

کارپوهان د اټومی سرگلولو د مجموعي شمېر د کمیدو علت، د یو شمیر زړو سرگلولو له منځه وړل بولي.

په رپوټ کي راغلي دي، هرڅومره چي نړیوال وضعیت کړکیچڼ کیږي، په هم هغه اندازه د اټومي وسلو ارزښت هم زیاتیږي. دسیپري په حواله د اټکلونو له مخي په نړیواله کچه له ۱۲ زره ۱۲۱ موجوده اټومي سرگلولو څخه د ۲۰۲۴م کال په جنوري مياشت کي شاوخوا ۹ زره ۵۸۵ یې د بالقوه استعمال له پاره په پوځي زیرمو کي آماده وې. له هغو څخه شاوخوا ۳ زره ۹۰۰ یې په الوتکو او یا هم بالستیکي توغندیو کي په سخت خبرداري حالت کي ساتل کیږي چي دغه رقم د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ مياشتي په پرتله ۶۰ سلنه زیانوالی ښیی.

تقریباً ټولي دغه سرگلولې په روسیې او یاهم امریکا متحده ایالاتو پوري اړه لري، خو ویل کیږي چي د اول ځل له پاره چین هم استعمال ته آماده ځیني اټومي سرگلولې په اختیار کي لري.

سمیت زیاتوي: «دغه بهیر به په راتلونکو کلونو کي ادامه پیدا کړي او ښايي لاپسې گړندی سي چي د سختی اندېښنې وړ دی.»

د هغه په خبره، د بې ثباتۍ له پاره بیلابیل دلایل موجود دي، لکه سیاسي رقابتونه، اقتصادي نابرابرۍ، اقلیمي گډوډۍ او چټکه سوې تسلحیاتي سیالي: «نړۍ مخ پر نابودۍ ده او اوس د دې وخت رارسېدلی دی چي ستر قدرتونه یو گام شاته ولاړ سي او له سره فکر وکړي، د امکان په صورت کي په گډه سره.» 

د سیپري په حواله، امریکا متحده ایالات او روسیه په گډه سره د نړیوالو اټومی وسلو څه د پاسه ۹۰ سلنه په اختیار کي لري. تر هغو وروسته په ترتیب سره اوه نور هیوادونه، بریتانیا، فرانسه، چین، هند، پاکستان، شمالي کوریا او اسرائیل د اټومي قدرتونو له جملې څخه شمیرل کیږي.

د سولې د څېړني انستيتوت (سیپري) چي په ۱۹۶۶م کال کي یې په ستاکهولم کي بڼسټ ایښودل سوی، یو خپلواکه انستیتوت دی چي په تیره بیا یې د سویډن د حکومت له خوا مالي ملاتړ کیږي. نوموړی انستیتوت په منظم ډول د پوځي تجهیزاتو، وسلو او پوځي لگښتونو په هکله رپوټونه خپروي.  

GP/NZ/AG