1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیمي ته د خلیلزاد تازه سفر، هیلې او خنډونه څه دي؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۷, شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی تازه د دوحې، اسلام اباد او کابل په سفر وتلی. ایا د سولې بین الافغاني خبرې رانیږدې شوي؟

https://p.dw.com/p/3dLUN
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویناپاڼه وايي، چې خلیلزاد پرون د جمعې پر ورځ ( د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون ۵مه) قطر، پاکستان او افغانستان ته سفر پيل کړی دی. په ویناپاڼه کې راغلي: «ددغه سفر اصلي تمرکز پردې دی چې د سولې بین الافغاني خبرو د راتلونکو عملي ګامونو لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو هوکړه ترلاسه کړي.»

ویناپاڼه زیاتوي چې ښاغلی خلیلزاد به په دغه سفر کې د طالب او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک او افغان حکومت او امریکا ترمنځ د ګډې اعلامیې د منځپانګې پلې کېدل وڅاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پروینا، خلیلزاد په ځانګړي توګه د زندانیانو خوشې کېدو او د تاوتریخوالي کمولو په اړه د دواړو غاړو پر ژمنو له نیږدې څارنه کوي.

بین الافغاني خبرې کله او چیرته پیلیږي؟

خلیلزاد داسې مهال کابل ته راځي چې په کور دننه یوشمېر سیاسي جریانونه د سولې بین لافغاني خبرو ژر پیل ته هیله من دي.

ان ځینې خو پردې اند دي چې ښايي د روانې غبرګولي یا جوزا میاشتې پر ۲۶مه نیټه په ازبکستان او یا هم جرمني کې د افغانانو خپل منځي ناسته پيل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، افغان حکومت د سولې بین الافغاني ناستې لپاره هراړخیز چمتوالی لري، خو ځای او نیټه یې تراوسه نه ده مشخص شوې.

ددغه وزارت ویاندې ناجیه انوري دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان د اسلامي جمهوري مذاکراتي ټیم د مذاکراتو لپاره چمتو دی، نور عملي اقدامات هم شوي دي دولت په دې هڅه کې دی چې د مذاکراتو د څرنګوالي او ځای په هکله هماهنګي وکړي ترڅو په نیږدې راتلونکي کې مستقیم مذاکرات پيل شي.»

Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹ نیټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقتنامه په دوحه کې لاسلیک شوهانځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

ایا د خلیلزاد تازه سفر ته هیلې شته؟

سیاسي شنونکي وايي، سیمي ته د خلیلزاد سفر کې به ډیر بحث پردې وي چې د سولې بین الافغاني خبرې چیرته او کله پيل شي.

په واشنګټن کې افغان لیکوال او شنونکي واحد فقیري دویچه ویله ته وویل، امریکا اوس په کور دننه هم له سخت کړکیچ سره مخ شوې: «خلیلزاد په داسې وخت کې بیا سیمي ته سفر کوي چي په امریکا کي د پولیسو د تشدد پرضد بېساري او تاریخي اعتراضونه روان دي، دې تظاهراتو د افغان سولي مسله لا حاده کړې، او جمهورریس ټرمپ یې دې ته هڅولی چي د افغانستان مسله یو طرفه کړي.»

دغه امریکا میشتی افغان کتونکی پردې باور دی چې اوس د سولې بین الافغاني خبرو لپاره یوه سیمه ییزه اجماع هم رامنځته شوې.

نوموړی د روسیې، چین، امریکا او پاکستان وروستي ګډ دریځ ته اشاره کوي چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو او د سولې بین الافغانې خبرو د ژر پيل غوښتنه کوي.

خو په لندن کې ازاد خبریال سمیع یوسفزي دویچه ویله ته وویل، له اختر وروسته په جګړه کې د پام وړ ډیروالی راغلی او دغه راز د طالب زندانیانو د خوشې کېدو پروسه هم له خنډ سره مخ ده: «زه هیله من نه یم چې خلیلزاد دې وکولای شي چې د زندانیانو د خلاصون په اړه د طالبانو دریځ بدل کړي او بل دا چې جنګونه هم ډير شوي له هرې خوا برېدونه کیږي.»

د ښاغلي یوسفري پروینا طالبان او افغان حکومت دواړه د سولې خبرو برخه کې وخت ضایع کوي چې له دې امله ډیره تمه نه شي کېدای چې په نیږدې راتلونکې کې د سولې بین لافغاني خبرې پيل شي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګیټ د جون مياشتي په ۵مه وویل چې د اختر تر اوربند وروسته یې په لومړي ځل پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

نوموړي پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې امریکايي ځواکونو د روانې جون میاشتې په ۴مه نیټه د شپې پرمهال دوه هوايي بریدونه کړي چې د طالبانو یو همغږ شوی برید شنډ کړي.

اسماعیل شاکر – کابل