1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیلانیان د کشمیر څخه تښتي

۱۳۹۸ مرداد ۱۳, یکشنبه

د هندي برخي ناآرامه کشمیر د محلي حکومت تر ترهگري خبرداري وروسته په زرهاوو ټوریستان په وارخطايي سره له هغه څخه وتلي. ډیری کوښښ کوي، چي په بسونو او یا الوتکو کي ځایونه پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/3NJbJ
Kaschmir | Touristen verlassen Sinagar nach Terrorwarnung
انځور: Reuters/Stringer

د جمو او کشمیر ایالتي حکومت د ټوریستانو او زیارت کونکو څخه غوښتي دي، چي له کشمیر څخه «ډیر ژر او بې له ځنډه» ووځي. د حکومت په حواله  په سیمه کي د هندي مذهب پر زیارت کونکو باندي د «ترهگري خطر» نوي استخباراتي شواهد موجود دي.

حکومت په خپل بل خبرداري کي د هندوستان د نورو ایالتونو څخه کشمیر ته د سل هاوو محصلینو د نه راتگ مشوره هم ورکړې ده. د زیارت کونکو ډیري غونډي او اجتماعات هم لغؤ سوي دي.

په همدې حال کي جرمني او بریتانیا هم جمو او کشمیر ته د سفر کولو خبرداری ورکړی دی.

د سرینگر پر هوايي ډگر باندي هجوم

پرون شنبه (د ۲۰۱۹ کال د اگست دریمه) د سرینگر پر هوايي ډگر باندي د کشمیر سیلانیانو او ټوریستانو سخت هجوم وروړی ؤ ، په کوم کي چي خارجیان هم شامل وه، او  غوښتل یې ژر له هغه څخه ووځي. اکثرو حتی د طیارو معتبره تکټان هم نه درلودل.

د یوه  هوايي شرکت منیجر، چي د سرینگر څخه نوي ډیلي ته پروازونه تنظیموي، وویل، چي ډیری هغه «مسافر، چي اصلأ یې باید په راتلونکو ورځو کي پروازونه کړي وای، په وارخطايی سره هوايي میدان ته راغلي ول.» په خبره یې «سخته گډوډي رامنځته سوې او که نور پروازونه تنظیم نه سي، نو ډیرئ به طبعأ په طیارو کي ځایونه هم پیدا نه کړي.

د کشمیر پر پترول پمپونو، مغازو او پیسو ماشینانو باندي هم ډیر خلگ راټول سوي او قطارونه یې جوړ کړي وه.

Kaschmir | Touristen verlassen Sinagar nach Terrorwarnung
انځور: imago-images/ZUMA Press/M. Mattoox

کشمیر په ۱۹۴۷ م کال کي تر یوه جنگ وروسته د اټومي قدرتونو، هندوستان او پاکستان تر منځ  سره وویشل سو، خو تر نن ورځي پوري دواړه خواوي د ټوله کشمیر ادعأ کوي.

په تیرو وختونو کي په دغه سیمه کي تشنج ډیر سوی دی. د هندوستان حکومت تیره اوونی خبر ورکړ، چي هلته به نور ۱۰۰۰۰ عسکر هم ولیږي.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 08.05.2017)