سږ کال تقریباً ۶۰۰۰۰ مهاجر اروپا ته رسیدلي دي
۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبهاعلان
دغه خبر په ژنیو کي د مهاجرینو بين المللي سازمان IOM ورکړی دی، کوم چي له جنورۍ څخه یې تر اگست میاشتي پوري وخت په نظرکي نیولی دی.
دغه سازمان مگر ویلي دي،چي دا د تیر ۲۰۱۷ م کال په مقایسه په ښکاره ډول سره لږ کسان وه، چي ځانونه یې اروپا ته رسولي دي. تیرکال د هغوی تعداد ۱۱۷۰۰۰ کسانو ته رسیده. د۲۰۱۶ م کال په جریان کي بیا تر ۲۶۳۰۰ کسانو اضافه انسانان اروپا ته رسیدلي ول.
سږکال په تقریباً ۲۴۰۰۰ کسانو سره اکثریت مهاجرین هسپانیې ته تللي دي. دا هم په داسي حال کي ده، چي هسپانیه په مدیترانه کي ژغورل سوي مهاجر قبلوي، بیایې ایټالیا پرمخ باندي خپل بندرونه تړلي دي. خو بیا هم مجموعأ ۱۹۰۰۰ مهاجرین ایټالیا او تر ۱۶۰۰۰ اضافه یونان ته رسیدلي دي. یو څو سوه کسان بیا قبرس او مالټا ته تللي دي.
پر ورته موضوع یو انځوریرز البوم:( 06.06.2018 )