سيګار: متحده ايالات نور د طالبانو د بريدونو شمېر نه خپروي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعهدغه پرېکړه په داسې يوه وخت کې کيږي چې د ترمپ اداره غواړي له طالبانو سره هغه تړون بريالی وښيي چې د ولسمشر ترمپ د ژمنې سره سم له افغانستان څخه د امريکاييځواکونو وتلو ته لاره هواروي.
په واشنګټن کې مېشت د افغانستان د بيارغونې د څار ادارې يا سيګار په خپل درې مياشتنيرپوټ کې له دې کبله اندېښنه څرګنده کړې ده. په دغه رپوټ کې د افغان ځواکونو د ځمکنيو عملياتو د کمېدو په هکله هم بحث کيږي. جان سوپکو چې د يادې څارډلې مشري کوي،ليکلي دي چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د بريدونو په هکله ارقام «يوه وروستۍ راپاتې شمېره وه چې سيګار يې د افغانستان د امنيتي وضعيت په هکله عوامو ته د رپوټ ورکولو امکان درلود.»
په رپوټ کې راغلي دي چې د متحده ايالاتو پوځ د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ ربع له پاره د افغان ملي دفاعياو امنيتيځواکونو د تلفاتو په هکله معلومات محرم ګرځولي دي. سره له دې هم د افغانستان د مليامنيت د سلاکار دفتر د اوونۍ په پيل کې ويلي وو چې طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه له متحده آيالاتو سره د سولې د هوکړه ليک د لاسليکولو راهيسې ۲۸۰۴ بريدونه کړي دي.
طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی
ډګرمن توماس کمپبل، چې د متحده آيالاتو د دفاع وزارت وياند دی، ويليدي چې د شورشيانو او ياغيانو د بريدونو په هکله ارقام د بېلابېلو ادارو تر منځ د طالبانو له خوا د سولې موافقې ته د پابندۍ د ارزولو له پاره اړين دي. نوموړي دا هم ويليدي چې «هغه به عوامو ته د خپرېدو وړ وي چې په دغسې ارزونو کې نور حياتي نه وي يا دغسې ارزونې بشپړې شوې وي.«
خو کمپبل دا هم وويل چې د ښمن له خوا تر سره شوي بريدونه په مارچ مياشت کې د دغه فصل له معمولو شمېرو څخه اوښتي دي. نوموړي وويل: «متحده ايالاتو، ناتو او زموږ نړيوالو ملګرو ښکاره ويليدي چې د افغان مليدفاعي او امنيتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د تاوتريخوالي کچه د نه منلو وړ ډېره لوړه ده.»
امريکايي چارواکو او افغان حکومت په وار وار له طالبانو غوښتي چې د هوکړه ليک پر بنياد خپل بريدونه کم کړي، خو دغې ياغي ډلې د رپوټ په حواله «د معمولې فصلي کچې څخه په لوړه سطحه» پر افغان امنيتيپوستو باندې بريدونو ته دوام ورکړی دی.
افغان چارواکو ويلي چې د چهارشنبې په ورځ په سويلي هلمند ولايت کې د امنيې يو قوماندان او دوه تنه نور د پوليسو چارواکي هغه مهال ووژل شول چې د طالبانو له خوا ايښودل شوي د سړک غاړې بم يې موټر ويجاړ کړ. د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو په حواله طالبانو د ټول هېواد په کچه په اوسط ډول هره ورځ لس تر پنځلس وسله وال بريدونو تر سره کړي دي. د سيګار ادارې په رپوټ کې دا هم راغلي چې افغان ځانګړو ځواکونو د کال په لومړيو دريو مياشتو کې ۵۲۸ ځمکني عمليات کړي چې د تېرې ربع په پرتله ۱۰ سلنه کموالی او د تېر کال د عين ربع په پرتله ۳۶ سلنه لږوالی ښيي.
سيګار ته د متحده آيالاتو د ورکړل شوو رپوټونو په بنسټ افغان ځواکونو په دغه موده کې نيمه برخه عمليات له خپلو امريکايياو ناتو ټلوالو څخه په خپلواکه توګه تر سره کړي دي. د سولې د تړون په اساس متحده ايالاتو تېره مياشت له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ تنو سرتېرو ته د خپلو ځواکونو په راکمولو پيل کړی دی چې پاتې برخه به يې هم د څوارلس راتلونکو مياشتو په ترڅ کې له افغانستان څخه وايستل شي.
ns/ms (APE)