سيګار: طالبان څرنګه د امريکا له مرستو ګټه اخلي؟
۱۴۰۳ خرداد ۲, چهارشنبهد افغانستان د بيارغونې له پاره د امريکا متحده ايالاتو د څار ادارې (سيګار) په خپل تازه رپوټ کې دا مسئله ارزولې ده چې د طالبانو اداره تر کومې کچې د امريکا له بشري مرستو څخه ګټه اخلي.
سيګار ويلي دي چې له ۶۵ بنسټونو څخه چې د امريکا مرستې تطبیقوي، يوازې ۳۸ یې دې سروې ته ځواب ورکړی دی. دې بنسټونو ويلي دي چې په ټوله کې د طالبانو حکومت لږ تر لږه ۱۰،۹ ميليونه ډالر د مالياتو، لګښتونو، ګمرکي عوارضو او د فعاليت د جوازونو او عامه خدماتو وړاندې کولو له درکه په لاس راوړي.
د دې رپوټ پر اساس له دې پېسو څخه ۱۰،۴ ميليون ډالر د مالياتو په توګه طالبانو ته سپارل شوي. دې بنسټونو همدا راز له ۳۴۶ زرو ډالرو څخه ډېرې پېسې د عمومي خدماتو، ۱۷۶ زره ډالر د لګښتونو او تر ۹ زرو ډالرو ډېرې پېسې د ګمرکي عوارضو له درکه د طالبانو ادارې ته ورکړي دي.
په رپوټ کې ويل شوي دي چې احتمالاً دا د هغې ګټې چې طالبان یې د امريکا متحده ایالاتو له مرستو ترلاسه کوي، يوازې يوه برخه وي ځکه د امريکا د پراختيايي ادارې او بهرنيو چارو وزارت سره د ملګرو ملتونو د توافق پر اساس د ملګرو ملتونو ادارې مکلفوې چې هر کال په دې اړه رپوت ورکړي چې څومره اندازه پېسې یې د عمومي خدماتو، مالياتو او لګښتونو په توګه ورکړې دي.
په رپوټ کې ويل شوي دي چې د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۳م کال تر سبتمبر مياشتې پورې ملګرو ملتونو له امريکا څخه د افغانستان له پاره ۱،۶ میليارد ډالر ترلاسه کړي دي چې په همدې موده کې د افغانستان له پاره د امريکا د ټولو مرستو شا او خوا ۶۳ سلنه دي.
له ۶۵ بنسټونو څخه چې د سيګار پوښتنو ته یې ځواب ویلی دی، څلورو یې ویلي دي چې طالبانو د بېلا بېلو لارو څخه په ګټه پورته کولو لکه د اضافي مالياتو راټولو، ګمرکي عوارضو او لګښتونو له درکه له دوی څخه پېسې ترلاسه کړي دي.
په رپوټ کې زياته شوې ده چې د طالبانو د ډلې غړيو دا بنسټونه د ځورونې له لارې مجبور کړي دي، څو دوه ځله پېسې ورکړي او همدا راز بانکي حسابونو ته یې د دغو نهادو د لاس رسي مخه نيولې ده.
د افغانستان د بيارغونې له پاره د امريکا متحده ایالاتو د څار دې ادارې ویلي دي چې له امريکايي مرستو څخه په دې بڼه د طالبانو ګټه ترلاسه کول دا خطر له ځانه سره لري چې د افغانستان د خلکو له نظر طالبانو ته د مشروعيت ورکړه وګڼل شي.
له ۶۵ بنسټونو څخه چې د امريکايي مرستو په تطبيقولو کې ونډه لري، ۱۸ یې ویلي دي چې د طالبانو له لوري یې نيغ په نیغه فشار تجربه کړی دی. په دې فشارونو کې د پروګرامونو په طرحه، اجرا او تائيد کې د طالبانو د شاملولو اړتيا، امکاناتو او نقليه وسايطو ته د لاس رسي جبري کول، د طالبانو د تائيد وړ ځانګړو افرادو استخدام، د طالبانو له لوري غوره شویو ټولنو ته د مرستندويه توکو لکه خوړو او نورو کومکونو رسول او نور موارد شامل دي.
د امريکايي مرستو نورو تطبیق کوونکو ویلي دي چې طالبانو له دوی غوښتي دي چې د امنيت د تامين له پاره دې خپل ځواکونه وګماري. د امريکا پراختيايي ادارې او همدا راز د بهرنیو چارو وزارت دواړو سيګار ته ويلي دي چې د همکارانو بنسټونو له خوا د طالبانو د غړيو د استخدام په اړه خبر يا معلومات نه لري.
ب. ص/ ن.ز (حسين سيرت)