1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيشمالي کوریا

سویلي کوریا له شمالي کوریا سره د بیرته یوځای کیدو خبره کړې

۱۴۰۳ مرداد ۲۵, پنجشنبه

د سویلي کوریا حکومت له شمالي کوریا سره د همکارۍ لرلید په پام کې نیولی دی. سئول له پیونګ یانګ څخه غوښتي دي چې د دې کار د عملي کولو له پاره دې د اټومي بې وسلې کیدو په لاره کې ګامونه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/4jVxB
Südkorea | Yoon Suk-Yeol
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یولانځور: Kim Min-Hee/AP Photo/picture alliance

د سویلي کوریا ولسمشر له شمالي کوریا سره یو وار بیا متحد کېدو له پاره تګلاره وړاندیز کړې ده. د پلازمينې سئول حکومت سپارښتنه کړې ده چې د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ دې یوه ګډه مشورتي کمیټه رامنځته شي.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول، د کوریا د ملي خپلواکۍ ورځ په مناسبت خپله وینا کې له ۱۹۱۰ تر ۱۹۴۵م کاله پورې د جاپان د استعماري حکومت د استعمار خبره وکړه: «یوازې په صورت کې چې د کوریا په ټوله نیمه ټاپو کې یو واحد، آزاد او دیموکرات ملت رامنځته شي، چې دا د ولس حق دی، په نهایت کې مونږ بشپړې آزادې ته رسیږو.»

د سویلي کوریا ولسمشر په شمالي کوریا کې د نورو ترڅنګ د بشري حقونو وضعیت ښه کیدو او اطلاعاتو ته لاسرسی د بیرته یوځای کیدو په اړه د خپلې ستراتیژۍ له کلیدي ټکو څخه یاد کړل. په ورته وخت کې یون سوک یول، وړاندیز وکړ چې له شمالي کوریا سره دې یو مشورتي بنسټ رامنځته شي، څو د اقتصادي همکاریو له سره پیلولو پر لارو چارو سلا مشورې وکړي.

د هغه له نظره «اساسي شرط» دا دی چې شمالي کوریا باید د اټومي بې وسلې کیدو پر لور «یو ګام» پورته کړي. امکان لري چې پیونګ یانګ د دې وړاندیز په مقابل کې په بې اعتنایئ سره غبرګون ښکاره کړي.

Nordkorea | Raketenstart Militärübung Kim Jong Un
د شمالي کوریا رهبر کیم جونگ اون د خپل هیواد له پرمختللو وسلو څخه د لیدنې پر مهالانځور: Yonhap/picture alliance

بهرنیو معلوماتو ته لاسرسی او د بشري حقونو پر نقض نیوکه په شمالي کوریا کې مطلق تابو ګڼل کیږي.

په دې وروستیو کې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، د لومړي ځل له پاره په ښکاره ډول اعلان وکړ چې هیواد یې نور له خپل سویلي ګاونډي سره د اتحاد په فکر کې نه دی.

د پيونګ یانګ رهبر د تیر کال په دسمبر کې د یوې ګوندي غونډې په جریان کې وویل: «نباید یو وار بیا تیروتنه وکړو چې هغوي د سولې او اتحاد پلویان وبولو، ځکه سویلي کوریا مونږ خپل اصلي دښمنان بللې یو.»

د کوریا په نیمه ټاپو کې د کرارۍ له یوې دورې وروسته یو وار بیا کړکیچ زیات شوی دی. شمالي کوریا په تیرو دوو کلونو کې خپل توغندیزې آزموېنې په د پام وړ ډول زیاتې کړي دي. همدرانګه د سویلي کوریا او امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د پیونګ یانګ لحجه هم لا زیاته تنده شوې ده.

په اوس وخت کې شمالي کوریا له روسیې سره په پوځي برخه کې همکاري لري. کیم جونګ اون په وار وار د جګړې له پاره د امادګیو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

شمالي کوریا او سویلي کوریا «له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳ م کاله پورې» د کوریا له جګړې وروسته له یوه بله جلا شول. د سئول او پیونګ یانګ تر منځ یوه غیر نظامي حایله سیمه موجوده ده. د جلا کیدو له وخت څخه تر اوسه پورې، د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سولې هیڅ کومه موافقه لاسلیک شوې نه ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب