1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوډان

سوډان د ملګرو ملتونو د ماموريت د ختمولو غوښتنه کړې

۱۴۰۲ آبان ۲۶, جمعه

سوډان له ملګرو ملتونو غوښتي دي چې په دغه هېواد کې خپل سياسي ماموريت «سملاسي ختم کړي.» د سوډان د بهرنيو چارو وزير د دعه سازمان مشر ته ليکلي چې خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې د دغه ماموريت فعاليت «مايوسه کوونکی وو.»

https://p.dw.com/p/4Z2F2
په سوډان کې د ملګرو ملتونو سياسي ماموريت په ۲۰۲۰م کال کې پېل شوی وو او تر ۴۰۰ ډېر ملکيان پکې په دنده بوخت دي.
په سوډان کې د ملګرو ملتونو سياسي ماموريت په ۲۰۲۰م کال کې پېل شوی وو او تر ۴۰۰ ډېر ملکيان پکې په دنده بوخت دي.انځور: JOK SOLOMUN/REUTERS

د سوډان د بهرنيو چارو سرپرست وزير علي صادق، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش ته د پنجشنبې په ورځ ليکل شوي خط کې ويلي دي چې د دوی په هېواد کې خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې د ملګرو ملتونو د يو ان آی ټي ای ام [UNITAMS] هلې ځلې او فعاليت «نااميده کوونکی» وو.

په هغه ليک کې چې د رويترز او ډي پي ای خبري آژانسونو ليدلی دی، د سوډان د بهرنيو چارو سرپرست وزير د ملګرو متلونو مشر ته ليکلي دي: «د سوډان حکومت غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه دې په سملاسي توګه د «يو ان آی ټي ای ام اس» ماموريت پای ته ورسوي. په عين وخت کې موږ تاسې ته ډاډ درکوو چې د سوډان حکومت د امنيت شورا او د ملګرو ملتونو سيکريتريت سره رغنده همکارۍ ته ژمن دی.»

په سوډان کې د ملګرو ملتونو دا سياسي ماموريت په ۲۰۲۰م کال کې پېل شوی وو او تر ۴۰۰ ډېر ملکيان پکې په دنده بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتېرش، په نوم ليکل شوي دې ليک کې د دې په زياتولو سره چې د خپلو موخو په عملي کولو کې د دې ماموريت کارګردګي «مايوسه کوونکې» وه، راغلي دي: «د دې ماموريت د رامنځته کولو هدف د ۲۰۱۸م کال د دسمبر تر انقلاب وروسته د سوډان د انتقالي حکومت ملاتړ کول وو.»

د ګوتېرش وياند ستيفان دوجارک تائيد کړې ده چې خط یې ترلاسه کړی دی او دا چې هغه یې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليږدولی دی.

له ملګرو ملتونو سره د سوډان ترنګلې اړیکي

د روان کال د اپريل میاشتې پر پنځلسمه نيټه په دغه هېواد کې د جګړې تر پېليدو وروسته د ملګرو ملتونو او سوډان د حکومت ترمنځ اړيکي ترنګلي دي.

د سوډان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي فولکر پیرتس، په سپتمبر مياشت کې تر هغه درې میاشتې وروسته استعفا وکړه چې د سوډان د حکومت له خوا د نامطلوب کس [persona non grata] په توګه ونومول شو.

د سوډان عملاً جمهور رئيس عبدالفتاح البرهان، پر نوموړي د سوډان شخړې ته د لمن وهلو تور لګولی وو.

په سوډان کې د پوځ چې عبدالفتاح البرهان ته وفادار دی او د هغه د پخواني مرستيال محمد حمدان دقلو په مشرۍ د سوډان د چټک غبرګون مليشو ترمنځ په هيواد کې د واک په سر جګړه روانه ده. 

ب. ص/ ن. ز (Reuters, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: