1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

سويلي کوريا: شمالي کوریا بالستيک توغندي توغولي

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

جنوبي کوریا او جاپان وايي شمالي کوريا د يکشنبې په ورځ دوه بالستيک توغندي د کوريا نیمه ټاپو ختيځ ساحل څخه د سمندر پر لور توغولي دي. دغه اقدام د جنوبي کوریا غوسه راپارولې او دا اقدام ېې ترينګلتيا د ډيریدو له کبله غندلی دی.

https://p.dw.com/p/4L7cZ
جنوبي کوریا او جاپان وايي شمالي کوريا د يکشنبې په ورځ دوه بالستيک توغندي د کوريا نیمه ټاپو ختيځ ساحل څخه د سمندر پر لور توغولي دي
جنوبي کوریا او جاپان وايي شمالي کوريا د يکشنبې په ورځ دوه بالستيک توغندي د کوريا نیمه ټاپو ختيځ ساحل څخه د سمندر پر لور توغولي ديانځور: Heo Ran/REUTERS

د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو لوی درستيز دفتر (JCS) ويلي دي چې دغو دوو منځني واټن ويشتونکو توغنديو شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره پرواز کړی دی. د دغه دفتر په اعلامیه کې ويل شوي چې د «شمالي کوريا بالستيک توغندي په نېغو زاويو توغول شوي چې په ختيځ سمندر کې غورځيدلي دي.»

په اعلاميه کې زیاته شوې چې «د جنوبي کوريا او د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي چارواکي د شمالي کوریا د توغندويو اړوند وروستيو اقداماتو په اړه د بشپړو ارزونو په حال کې دي.»

کیم غواړي شمالي کوریا د نړۍ په ستر اټومي قدرت بدله کړي

د سويلي کوریا ولسمشرۍ دفتر، په يوه اعلامیه کې د شمالي کوریا د بالسیتک توغنديو فایرول، په کوریا ټاپو وزمه کې ترنګلتياو ته د لمن وهلو په خاطر «په شدیده توګه غندلي» او په تړاو ېې ملي امنیت شورا غونډه رابللې ده.

د ولسمشرۍ دفتر زیاته کړې ده چې شمالي کوریا د اتومي وسلو او توغندیو پراختیايي او لمسوونکو اقداماتو ادامه به د شمالي کوریا رژیم لا ډير په خطر کې واچوي.

جاپان ته نژدې د شمالي کوريا توغندی لګېدنې غبرګونونه راپارولي

شمالي کوریا دغه بالستيک توغندي داسې وخت توغولي چې تر دې یوازې یوه ورځ مخکې ېې د یو لوړ فشار لرونکي انجن چې جامد سونګ مواد مصرفوي، آزموینه وکړه. شنونکي وايي چې دغه انجن به شمالي کوریا سره د بالستیک توغنديو په لا چټکو او متحرکو توغولو کې مرسته وکړي، څرنګه چې شمالي کوریا د خپلو نوو ستراتيژيکو وسلو د انکشاف په هڅه کې ده او په عین حال کې غواړي د خپلو اتومي وسلو او توغندیزو پروګرامونو سرعت چټک کړي.

د شمالي کوریا حکومتي خبري آژانس (KCNA) په دې هکله د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی وو چې دغه آزموينې چې په هغو کې د توغنديو انجنونه او فضايي وسایط هم شامل وو، د شمالي کوریا د مشر، کیم جونګ اون، په حضور کې ترسره شوې.

شمالي کوریا له ۱۳۰ ډيرې د توپ ګولۍ فاير کړي دي

شمالي کوریا سربېره پر دې چې تر نړیوالو بندیزونه لاندې ده، سږکال ېې د توغنديو بېسارې آزموېنې ترسره کړي دي. په دې ډله کې ېې د داسې یوه قاره ويشتونکي بالستيک توغندي (ICBM) آزموینه هم کړې چې د امريکا اصلي وچې ته د رسيدلو وړتيا لري.

شمالي کوریا په نومبر کې د یوه قاره ویشتونکي توغندي آزموینه وکړه چې د جاپان په یوازې ۲۰۰ کیلومترۍ کې راولوېد. جاپاني چارواکو وويل چې دغه توغندی په کافي اندازه د واټن وهلو وړتیا لري چې کولی شي د امریکا متحده ایالاتو اصلي وچې ته ځان ورسوي.

جاپان غواړي ځان ښه مسلح کړي

په داسې حال کې چې شمالي کوریا د خپلو لویو وسلو پرواګرم پراختیا ته زور ورکړی، جاپان د جمعې په ورځ د خپلې پوځي وړتيا د لوړولو په موخه د ۳۲۰ میليارډ ډالرو په ارزښت له یو نوي پلان څخه خبر ورکړ. دا تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته تر ټولو ستر پلان دی چې له مخې به ېې جاپان ځان ته داسې توغندي چې د چین د ويشتلو وړتیا ولري واخلي او دغه راز به یوې دوامداره جګړې ته چمتووالی ولري.

(Reuters)mks/mns

له آرشیف (15.06.2020) څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل