1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيافریقا

سومالیا: په ځانمرګو بریدونو کي ۱۸ کسان وژل سوي دي

۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

د سومالیا د مرکزي ولایت، هیران د محلي حکومت پر ودانۍ باندي نن چهارشنبه په دووځانمرګي بریدونو کي حداقل ۱۸ انسانان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4LjZX
Symbolbild I Über 100 Tote bei Terrorangriff in Mogadischu
انځور: Farah Abdi Warsameh/AP/dpa/picture alliance

د وژل سوو کسانو په منځ کي پخپله دوه ځانمرګي، پنځه ملکيان او د امنيتي ځواک ۱۱ کسان شامل دي. د حملې مسئولیت الشباب ډلي د خپلي یوې راډیو له لاري پرغاړه اخیستی دی.

د افریقا په ښکر کي دغه هیواد چي تقریباً ۱۶ ميلیونه نفوس لري، له کلونو راهیسي بریدونو او د زورزياتي ډکو اعمالو سره لړزولی او سخت يې بې ثباته کړی دی.

له څو میاشتو راهیسي په موګادیشو کي حکومت د دغي ملیشې پرضد نظامي عملیات پيل کړي. د سومالیا په مرکز کي ډېره ساحه د دغي ډلي تر کنټرول لاندي ده.