1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سور صلیب: د افغانستان ډیری کورنۍ له مرستو بې برخې دي

۱۴۰۰ آذر ۱۱, پنجشنبه

د افغانستان د سره صلیب ادارې په افغانستان کې د مخ په خرابیدونکي بشري وضعیت او د مرستو له کمښت څخه خبرداری ورکړی دی. د سره صلیب نړيوال فدراسیون د اسيا څانګې هم د اړمنو افغانانو د وضعیت په اړه انديښنه ښکاره کړې ده.

https://p.dw.com/p/43jlE
Symbolbild Afghanistan - Rotes Kreuz
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د دغې ادارې سرپرست، مطیع الحق خالص د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «د سره صلیب ټيمونو خلکو سره خپلې روغتیايي او حمایتي مرستې نه دې درولي، خو اکثریت کورنۍ د راروان ساړه ژمي په میاشتو کې کافي اندازه خوړو، د ډیرو ابتدايي توکو د رانیولو له پاره پیسو او سرپناه ته لاسرسی نه لري.»

دغه انديښنې په داسې حال کې ښودل کيږي چې افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې سختو وچکالیو ځپلی او د طالبانو په راتلو سره يې د افغانستان بانک د ميلیارډونو ډالرو په ارزښت شتمنی کنګل شوې ده. په عین حال کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې مياشتې ټولنې هم د افغانستان د وضعيت په اړه انديښنه ښکاره کړې ده.

په همدې اړه: م.م. د افغانستان او نورو بې وزلو هیوادونو له پاره د ۴۱ ميليارد ډالرو د مرستې غوښتنه کړې

د دغو ادارو د آسیا څانګې مشر، الکساندر متيو ويلي دي: «دا په ژوند کې د لوږې او وچکالۍ تر ټولو سخت بحراني حالت دی چې افغانان ورسره مخ دي.» هغه زیاته کړې: «لا چټکو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا ده تر څو په راتلونکو میاشتو کې بشري ناورين څخه مخنيوی شوی وي.»

دغه فدراسیون وايي چې د افغانستان سره میاشت اداره د افغانستان د ۱۶ ولایتونو ۵۶۰ زره کسانو له پاره د ۳۶ میليونه سویسي فرانک چې ۳۹ ميلیون ډالر کيږي، بودیجې ته اړتیا لري.

dpa vee xxde wjh hef