سور صلیب: د افغانستان تر ټولو ستر مشکل د نغدو پیسو دی
۱۴۰۰ آبان ۲۹, شنبهد نړیوال سره صلیب سازمان په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی او وايي چې اوسمهال په دغه جګړه ځپلي هیواد کې خیریه سازمانونه د ډاکټرانو، نرسانو او نورو کارمندانو د معاشونو د ورکړې له ستونزې سره مخامخ دي. د دغه سازمان مشر ویلي چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په دغه هیواد کې بانکي سیستم له ستونزو سره مخامخ دی او دا چې دوی نه شي کولی د بانکي حسابونو له لارې معاشات ورکړي.
د نړیوال سره صلیب مشر پیټر میورر هم د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې هغه څرګندونې بیا تکرار کړې چې روانه اونۍ یې امنیت شورا ته په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کیدو په هکله خبرداری ورکړی وو. د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز تیره اونۍ امنیت شورا ته ویلي وو چې که چیرته له افغانستان سره مالي مرستې ونه شي، په دغه هیواد کې به د اقتصادي سقوط له کبله ترهګري یو ځل بیا تقویه شي.
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، اټکلونه ښيي چې د افغانستان اقتصاد به ۴۰ سلنه رکود ولري چې له کبله یې به یې جګړه ځپلی افغانستان له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ شي. په ژنیف کې میشت نړیوال سور صلیب چې په افغانستان کې د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې فعالیت لري، په موقتي توګه اوس افغانستان ته د پیسو فزیکي انتقال کوي او ډالر بیا په افغانستان په افغانیو تبادله کوي ترڅو د خپلو کارمندانو معاشات ورکړي. دغه سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو له پاره د امریکا د مالیي وزارت له لوري د یو لړ معافیتونو په پام کې نیولو سره افغانستان ته خپلي پیسې انتقالوي.
بل لوري ته نړیوال سور صلیب د طالبانو د روغتیا له وزارت سره هم یو تړون لري چې له مخې به یې طبي کارمندانو ته معاشات د طالبانو له دخالت پرته د سور صلیب له لاري انتقالیږي. طالبان لا هم په نړیواله کچه د مشروعیت په لټه کې دي او امریکا ته یې په خپل وروستي لیږل شوي لیک کې هم د افغانستان د مالي زیرمو د آزادولو غوښتنه کړې ده.
د نړیوال سره صلیب مشر پیټر میورر د متحده عرب اماراتو د سفر پرمهال اسوشیتید پریس خبري آژانس ته وویل: «په افغانستان کې اصلي ستونزه لوږه نه ده. اصلي ستونزه د نغدو پیسو نشتون دی څو د هغو کارمندانو معاشات ورکړل شي چې عامه خدمات وړاندې کوي، داسې خدمات چې تر دې پخوا خلکو ته رسیدل.» هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې یوازې مشران بدل شوي خو عام کارمندان بیا هم په خپل ځای دي. هغه زیاته کړې: «دا باید له یاده ونه باسو چې زیاتره طبي ډاکټران، نرسان، د اوبو رسونې او بریښنا د برخو کارمندان لا هم هغه پخواني خلک دی.»
په نړیوالو مرستو متکي د افغانستان اقتصاد د تیرې اګست میاشتې را وروسته هغه مهال چې د افغانستان پخواني حکومت سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسیدل، له لا ډیرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ شوی دی. له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او د خیریه سازمانانو د فعالیتونو توقف په دې ستونزو کې د لا ډیرښت سبب ګرځیدلي دي.
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، نړیوال خیریه سازمانانونه نشي کولی چې په افغانستان کې خپلو بانکي حسابونو ته پیسې انتقال کړي دا ځکه چې بهرني اسعار اوس په افغانستان کې د بانکونو د شبکې له لوري په افغانیو نه تبادله کیږي. د سور صلیب د مشر په خبره، بشري او خیریه سازمانونه نه شي کولی چې د افغانستان ټولې ستونزې حل کړي خو په خبره یې هغه څه چې په بیړنۍ توګه ورته اړتیا ده هغه افغانستان ته په کافي اندازه د نغدو پیسو د انتقال پر سر یو توافق دی، داسې یوه موضوع چې د هغه په باور د طالبانو د رسمیت له پیژندلو پرته هم امکان لري.
د افغانستان له پاره د نړیوال سوري صلیب بودیجه د پخوانۍ ۹۵ میلیونه ډالرو څخه اوس ۱۶۳ میلیونو ډالر ته لوړه شوې څو په افغانستان کې بشري بیړنیو اړتیاوو ته رسیدګي وشي.
په افغانستان لوږه د ډیرو نورو مشکلاتو له ډلې څخه یو ستر مشکل ګڼل کیږي. د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د افغانستان نیږدې ۹ میلیونه نفوس د قطحۍ په څیر له وضعیت سره مخامخ دي او دا چې ۱۴ اعشاریه ۱ میلیون نور وګړي بیا د خوړو د کمښت له جدي ستونزې سره مخامخ دي.
د نړیوال سره صلیب مشر همدا راز خبرداری ورکړی چې افغانستان به د لوږې یوه ستر بحران ته هم ور ولویږي ځکه چې په خبره یې اوږدې وچکالۍ په دغه هیواد کې د خوړو تولید کم کړی او اقتصادي ستونزې هم ورځ تر بلي د ډیریدو په حال کې دي. د پیټر میورر په خبره اوسمهال تر ټولو اساسي ستونزه د دولتي کارمندانو د معاشاتو ورکړه ده څو عامه خدمات خلکو ته ورسیږي.
آ./ا.خ.ح./ا.ا.