سوريه: د القصير ښار ته مرستي نه پرېږدو
۱۳۹۲ خرداد ۱۳, دوشنبهد سوريي د بهرنیو چارو وزیر وليد معلم د دوشنبې په ماښام ( ۲۰۱۳ کال د جون ۲) له یوه دولتي تلویزون سره په مرکه کې پر دې خبري باندي ټینګار وکړ چې د دولت له مخالفینو سره د جګړي تر پای ته رسیدو پوري به د سره صلب د نړیوالۍ کمېټې مرستو ته اجازه ورنه کړي چې القصیر ښار ته ننوزي.
د رویټرز خبري آژانس په حواله، ولید معلم د یکشنبې په ماښام د ملګرملتونو له عمومي منشي بان کي مون سره په تلیفوني خبرو کې وویل«د سوريي دولت به د سره صلب مرستندویه کارکوونکو ته اجازه ورنه کړي چې د القصیر ښار ته ننوزي».
دا په داسی حال کې ده چې ویل کیږي د لبنان سرحدي پولي ته نږدې د القصیر په ښار کې په سوو ټپیان بند پاته دي او طبي مرستو ته اړتیا لری. دغه راز ويل کيږي چي نزدې۳۰ زره ملکي کسان له دغه ښار څخه د وتلو لار نه لري.
د ملګروملتونو سازمان د شنبې په ورځ له ښکیلو خواو څخه وغوښتل چې هر څومره ژر چې کیدای شي په القصیر ښار کې بايد اوربند اعلان شي او د یو او بل پر وړاندي جګړي ته دې د پای ټکې کښېښوول شي.
د بشري حقونو سازمان کمېسار ناوی پیلي، په خبره تر۱۵۰۰ تنو زیات ټپيان په القصیر ښار کې درملو، خوراکي موادو او د څښاک اوبو ته په تمه دي.
د سوریي په کورنۍ جګړه کې د حزب الله پر مداخلې اعتراض
تر دوو اونیو زیاته موده کیږي چې د سوريي په دغه ښار کي د دولتي ځواکونو او د رژیم د مخالفینو تر منځ جګړه راونه ده. د لبنان د حزب الله ډله هم په دغه ښار کي د سوريې د دولتي ځواکونو په ملاتړ په جګړه کې ګډون لري.
په همدې منځ کې د «فارس خلیج د عربي هیوادونو د همکارۍ شورا» هم تیره ورځ د سوريي په کورنۍ جګړه کې د لبنان د حزب الله ډلي د مداخلې په اړه خبرداری ورکړ.
دغې شورا «د فارس خلیج د عربي هیوادونو د همکارۍ شورا» اعلان کړی دی چې په غړو هیوادونو کې د حزب الله د منافعو پر وړاندي يې تدابیر نیولي دي.
د ژنيو د سولي کنفرانس د ځنډېدو احتمال
ویل کیږي چې په القصیر ښار کې د جګړي دوام، د ژنيو د سولې کنفرانس د جوړیدو بهیر تر خپل سیوري لاندي راوستی دی. ټاکل شوې ده چي دا کنفرانس به په روانه میلادي میاشت کې جوړ شي.
په همدې حال کې د فرانسي د بهرنیو چارو وزارت دې موضوع ته په اشارې سره وړاندیز کړی دی چې د سوريې رژیم مخالفو ځواکونو د ژنيو د سولي په کنفرانس کې د ګډون په برخه کې موافقې ته نه دي رسیدلي نو دغه کنفرانس دې په راتلونکي میلادي میاشت کې ترسره شي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابيوس په دې اړه وویل:« یوازي دا چي د خبرواترو میز ترشا کښینو او تصمیم ونیسو چې پر کومو موضوعګانو بحث وکړو کفایت نه کوي. د ژنيو د سولي کنفرانس په شان کنفرانسونو ته باید ډير تياری ونيول شي.»
تر دې دمخه د بشارالاسد رژیم د مخالفانو د ملي ایتلاف مشر جورج صبرا، ویلي ول چې د رژیم مخالفین به د ژنيو په کنفرانس کې په دې شرط ګډون وکړې چې په القصیر ښار کې یاغیانو ته د ملګروملتونو مرستې ورسول شي.