سوداگر: پاکستان د ترانزيت سوداګريز تړون نه مراعاتوي
۱۳۸۹ بهمن ۲۷, چهارشنبهافغان سوداگرو پر کابل فشار راوړي تر څو اسلام اباد دې ته وهڅوي چي د ترانزيت سوداگرۍ تړون غاړه کښېږدي.
څومياشتي د مخه، د امريکا د بهرنيو چارو د وزير حضور کي د افغانستان او پاکستان د سوداګړۍ وزيرانو تر منڅ نوی ترانزيت تړون لاسيک سو خو عمل لانه دی ورباندي سوي.
د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت د نړيوالي سوداګرۍ ريس مزمل شينواری وايي چي څو ورځي د مخه يې په اسلام اباد کي د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت د مقاماتو سره خبري درلودې خو کومي پريکړنده نتيجې ته ونه رسيدل.
« پاکستان د ترسره سوي تړون پلي کولو ته پابندي نه لري، ځکه يي نو دا مهال افغاني سوداګرو ته زياتي سوداګريزي ستونزي رامنځ ته کړي دي.
د افغانستان د سوداګړۍ د خوني مرستيال خان جان الکوزی وايي چي، پاکستان د يوګاونډي په توګه د کلونو په اوږدوکي د ترانزيت تړون نه دی مراعات کړی اوتل يې د افغاني سوداګرو شکايتونه راپورته کړي دي.
افغان سوداګر نظام الدين دلسوز وايي چي، کابل په تجارتي ډګر کي د اسلام اباد په وړاندي باالمثل عمل وکړي او د تيريدني له مفکوري نه تيرسي.
يوعمرکيږي چي افغاني سوداګر د پاکستان څخه د ترانزيت تړون عملي کول غواړي. خو پاکستان د هري ورځي په تيريدو سره نوي مشکلات پيداکوي او د تړون خيال نه ساتي.
دا په داسي حال کي ده چي همدا اوس د کراچۍ په بندر کي د افغاني سوداګرو په مالونو بار شپږزره کانټينره ولاړدي او د هري مياشتي په تيريدو سره دوه سوه زره پاکستاني کلداري دمرج ورباند ي علاوه کيږي، چي دا د افغاني سوداګرو لپاره د زغم وړ نه ده.
جمال کوټوال/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل