سوات: د شرعيت جاري کيدو وروسته جګړه که امن؟
۱۳۸۸ فروردین ۲۵, سهشنبهد فرانس پرس خبري آژانس په رپوټ کي راغلي دي چي زرداري پرون ناوختي وروسته له هغي دغه لايحه لاس ليک کړه چي د پاکستان ملي اسامبلي د راييو په اتفاق سره د يوي داسي غوښتني لپاره پريکړه وکړه. هغي اسامبلي په خپلي پرکړي کی ويلي دي چي « د رپوټونو له مخي د يادي شوي سولي د موافقي په نتيجه کي په سوات کي نظم او قانون ټينګ شوي دي. نو له جمهور رييس څخه غوښتنه کيږي چي دغه پريکړه لاس ليک کړي.
په پاکستان کي د زور پالونکو او طالب ياغيانو د نفوذ له زياتيدو سره د هغه هيواد چي په اتمي وسلو سبمال دي، لويديځو متحدينو ته انديښني پيدا کړي شوی دی.
د پاکستان يو مخور ديني عالم وايي چي په سوات کي د اسلامي شرعيت جاري کيدو سره په سيمه کي طالب اورپکي مصؤنيت پيدا کوي.
د پاکستان يو سخت دريځه ديني عالم وايي چي په سوات کي د اسلامي شرعيت جاري کيدو سره هغه طالب اورپکي چي په قتلونو باندي تورن دي، محاکمه کيدای نه شی.
امريکايي چارواکي او نور انديښنه لري، په سيمه کي چي د افغانستان پولي ته نژدي ده، دغه ډول يو اقدام ښايي دغه ځاي د القاعدي د متحدينو لپاره په يو خوندي ټاټوبي بدل کړي.
د پاکستان ديني عالم صوفي محمد چي د حکومت او طالبانو تر مينځ د سوات په سولي کي مينځ ګړيتوب کړي، په يوي تلويزوني مرکه د دي پوښتني په ځواب کي چي آيا د سوات محکمي به د فضل الله او د هغه د پلويانو پر ضد د سيمي د خلکو شکايتونو ته غوږ ونيسي که نه، صوفي محمد په ځواب کي وويل: «ګمان نه کيږي چي دغه محکمي دا کار وکړي.»
عبدالباری حکيم
کتونکی: يحيی وردک