«سنگين ولسوالي طالبانو نيولې ده»
۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبهد هيلمند د والي مرستيال محمد جان رسول يار د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۱مه) رسنيو ته ويلي دي چي وسله والو طالبانو تر څو ورځو جنگ وروسته د سنگين ولسوالۍ کنترول په خپل لاس کي اخيستی دئ.
رسول يار د يکشنبې په ورځ د فيسبوک له لاري جمهور رئيس محمد اشرف غني ته د وسله والو طالبانو له خوا د هيلمند د ډېر ژر نيولو خبر داری ورکړی وو.
رسول يار په خپل فيسبوک پاڼه کي ليکلي ول: «نور چپ نسم پاتېدلای. هيلمند د سقوط په حال کي دئ. که له مرکزه مرسته را ونه رسیږي، دغه ولايت به د ياغيانو لاس ته ورسي.»
د هيلمند د والي مرستيال دغه راز په دغه ولايت کي د دوو ورځو جنگ پرمهال د افغان امنيتي ځواک د ۹۰ کسانو د وژني خبره کړې ده.
د هيلمند د ولايتي شورا غړي بشير احمد شاکر د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژنس ته ويلي دي چي تر سختي جگړې وروسته وسله والو طالبانو د سنگين ولسوالۍ ټول دولتي تاسيسات نيولي دي. ويل سوي دي چي اوس هم جنگ روان دئ.
پوليسو ويلي دي چي د سنگين ولسوالۍ د پوليسو په قوماندانۍ کي شاوخوا ۲۰۰ پوليس موجود ول چي له طالبانو سره ئې مقاومت کاوه. د مرگ ژوبلي په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويل سوي.
د ولايتي شورا دغه استازي دغه راز ويلي دي چي په گرشک ولسوالۍ کي هم جگړه روانه ده.
د فرانسې خبري آژانس د رسول يار په حواله ليکلي دی چي مجبوره سوم چي د فيسبوک له لاري دغه موضوع مطرح کړم، ځکه چي له نورو لارو و نه توانېد چي له جمهور رئيس غني سره اړيکي ونيسي.
د رسول يار دغه گواښ ښيي چي له دغه هيواده د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته امنيتي وضعيت څومره خراب سوی دئ. څو ورځي دمخه د هيلمند خانشين ولسوالي هم وسله والو طالبانو ونيوله، خو وروسته بيا افغان امنيتي ځواکونو له طالبانو بيرته پاکه کړه.
تيره اوونۍ روسيي چارواکو ويلي ول چي په افغانستان کي د نشه يي موادو د کارو بار نژې ۳۰ زره شبکې او قاچاقبران فعاليت لري چي زورزياتی هم د دوی تر منځ روان دئ.
په هيلمند کي د نړۍ تر ټولو ډېر کوکنار کرل کيږي، او دا د وسله والو ډلو ستره مالي سرچينه ښوولې سوې ده.