سليم شاهين په دوه کلن بند محکوم شوی
۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبهد افغانستان د لوېې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ ۲۰ نیټه) د آلمان خبري آژانس «دي پي اې» ته ويلي دي چې سليم شاهين له يوې نجلۍ څخه د ۱۵۰ زره افغانيو غوښتنه کړې وه. د نوموړي په خبره شاهين دا نجلۍ گواښلې وه که چې دغه پېسې ور نه کړي، د هغې ويديو به چې د يوه محفل په ترڅ کې یې اخيستې وه، خپره کړي.
د لویې څارنوالۍ وياند وويل چې د دې ويديو محتوا داسې څه نه لرل چې د افغانستان د قوانينو له مخې جرم او يا غیر اخلاقي وي. هغه وويل چې سليم شاهين د دې نجلۍ څخه د پيسو د اخيستو پر وخت ځای پر ځای نیول شوی وو.
سليم شاهين په افغانستان کې د «گژدم سياه» او «خاک» په څېر فلمونو له کبله پيژندل کیږي. نوموړي په يوه مرکه کې د لږ تر لږه ۱۲۰ فلمونو د جوړولو ادعا کړې وه. په دې وروستيو کې هغه د «چای خانه» او «نان و پياز» په نوم تلويزيوني خپرونې پر مخ وړلې.
د څارنوالۍ له خوا ويل شوي چې شاهين په لومړۍ محکمه کې په دريو کالو بند محکوم شوی وو خو د استيناف محکمې یې د بند موده دوو کالو ته راکمه کړې ده.
bs/sr (DPA)