سلوانیا مهاجرو ته قوانین نور هم سخت کړل
۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعهپه پلازمینه لیوبلیانا کې پارلمان د دغه تصویب په پلویتوب ۴۷ او په مخالفت کې ۱۸ رایې وکارولې. په قانون کې دغه سختوالی د یوه مخکني گام په توگه اخیستل شوی که احتمالا چیري په اصطلاح د بالقان پر لاره باندي بیا د مهاجرو هجوم ډیر شي او یا هم د دغه هیواد «عامه نظم او داخلي امنیت» له خطر سره مخامخ شي.
د مخنیوي اقدامات د یوه ټاکلي وخت له پاره
د دغه د صدراعظم په خبره په یوه بحراني حالت کې اوس حکومت له پارلمان څخه غوښتلی شي چې قوانین تطبیق کړي او پوله لږ تر لږه د شپږو میاشتو له پاره وتړي.
د بشري حقونو ډلو له لوري انتقادونه
د دغې پریکړې په هکله د بشري حقونو ډلو سختې نیوکې کړي دي. د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل ویلي دي چې دغه قانون له مهاجرو څخه نړیوال او د اروپایي اتحادیې د خونديتوب حق اخلي. ایمنسټي انټرنیشنل یادونه کړې ده چې دغه نوی قانون «په سلوانیا کې د بشري حقونو له پاره یو جدي پر شاتگ دی.»
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا د دغه هیواد له لوري د «بې اسرې خلکو» پر وړاندې د پولو تړل او «نړیوالو مکلیفتونو ته شا اړول» هغه نامناسبو لارو چارو ته ورته دي چې گاونډیو هیوادونو هنگري او اتریش خپلې کړي دي.
سلوانیا د بالقان لارې په اوږدو کې پرته ده، پر کومه چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې په سونو زره پناه غوښتونکي اروپا ته راغلي دي. دغه لاره د تیر میلادي کال په مارچ میاشتې کې د دغې لارې په اوږدو کې د پرتو هیوادونو له لوري د پناه غوښتونکو پر وړاندي وتړل شوه. اوس د دغې لارې ډیر کم شمیر پناه غوښتونکي د انساني قاچاق وړونکو په مرسته سفر کوي.
د بالقان حوزې دغه کوچنی هیواد چې د شینگن حوزې ۶۷۰ کیلومتره بهرنۍ پوله کنترولوي په ۲۰۱۵م کال کې وروسته له هغې د پناه غوښتونکي په اصلي ترانزیت ځای باندې واوښت چې هنگري خپله پوله د مهاجرو پر وړاندې وتړله. دغه هیواد چې دوه میلیونه نفوس لري د رسمي ارقامو له مخې پکښې ۲۶۷ مهاجر ژوند کوي.
نور مطالب: