سلمان خان ۵۱ کلن سو، خو د محکمې د پريکړي په تمه دی
سلمان خان ۵۱ کلن سو او د دسمبر پر ۲۶مه يې لو مېلمستيا جوړه کړې وه. هغه خپلو راغلو دوستانو ته قيمتي تحفې ورکړي او هغوی يې نازولي دي. دا په داسي حال کي ده چي پر ضد يې د وژني په تړاو د محکمې د پريکړي تمه کيږي.
د سلمان خان بشپړ نوم عبدالرشيد سليم سلمان خان دی. هغه د ۱۹۶۵م کال د دسمبر پر ۲۷مه نېټه د هند په مادهيا پردېش کي زېږېدلی دی.
سلمان خان په لومړۍ ځل په ۱۹۸۸م کال په يو هندي فلم کي راڅرګند سو. د «بيوي هو تو ايسي» په نوم دغه فلم ډېر بريالی نه ؤ.
په ۱۹۸۹م کال د سلمان خان «مېن نې پيار کيا» فلم په تجارتي توګه ډېر بريالی سو چي همدغه فلم د هغه د اوږدې فلمي بريا پېل وو.
سلمان خان د سليم خان زوی دی. سليم خان د هندي فلمونو له پاره زيات وخت کيسې ليکلې.
د سلمان خان ناسکه مور مشهوره نڅاګره هېلن ده. د هغه دوه ورونه سهيل خان او ارباز خان هم ايکټران دي.
سلمان خان دوې خوېندي لري چي يوې يې د مشهور فلم جوړونکي اتول اګني هوتري سره واده کړی دی.
د يو شمېر نورو فلمي ستوريو تر څنګ سلمان خان د ايشوريا رای سره هم يوه ناکامه ملګرتيا درلودله.
سلمان خان تر اوسه واده نه دی کړی. خو له ځينو فلمي ايکټرو سره يې د اړيکو درلودلو خبرونه خپاره سوي. په دې ترڅ کی کاترينا کايف هم منلې چي تر ۲۰۱۰م کال پوري د سلمان خان ملګرې وه.
راجستان ايالت پر سلمان خان تور لګوي چي په ۱۹۹۸م کال يې په دغه ايالت کي د له منځه تلو له خطر سره مخامخ غرڅنۍ ښکار کړی وو. سلمان خان په ۲۰۱۵م کال په پنځه کاله بند محکوم سو، چي ورباندي د نشې په حالت کي د موټر چلولو او د يو بې کوره سړي تر موټر لاندي کولو او وژلو تور دی.
د بې کوره سړي د تر موټر لاندي کولو په قضيه کي د سلمان خان پر ضد زيات احتجاجونه هم وسول.
خو د پنځه کلن بند د حکم پر ضد د سلمان خان وکيلانو لوړې محکمې ته مراجعه وکړه. دغه محکمې د نوموړي د وکيلانو ضمانت ومانه.
سلمان خان اوس هم د هندي فلمي نړۍ تر ټولو بريالی ايکټر بلل کيږي. ويل کيږي چي هغه ۶۰۰ ميليونه ډالره ګټلي چي دا په هند کي د يو ايکټر له خوا ګټل سوي تر ټولو زياتي پيسې دي.
سلمان خان په داسي حال کي د ۲۰۱۶م کال د دسمبر پر ۲۶ نېټه خپله ۵۱مه کليزه ولمانځله چي لا هم د هندي فلمي نړۍ تر ټولو شمتن او بريالی ايکټر او فلم جوړونکی دی. خو د موټر د ټکر او د انسان وژني په تړاو د محکمې پريکړه لا تر اوسه نه ده راغلې او سلمان خان ورته په انتظار دی.
د سلمان خان د ۵۱ کليزي مېلمستيا ته د هندي فلمونو ځيني ستوري راغلي ول. نوموړي خپلو ټولو ملګرو ته د خپل تجارتي شرکت جوړ سوي د سرو زرو امېلونه تحفه کړل.