1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي هوایي شرکت کاناډا ته خپل پروازونه دروي

۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیرې د یوه ټویټ وروسته له سعودي عربستان سره ناندرۍ یوه بل پړاو ته داخلي شوي دي. د سعودي عربستان هوایي شرکت کاناډا ته خپلې ټولې الوتنې دروي.

https://p.dw.com/p/32jHB
Philippinen Flugzeug der Fluggesellschaft Saudia in Pasay
انځور: picture-alliance/AP Photo/MIAA Media Affairs Division

د سعودي عربستان او کاناډا تر منځ دیپلوماتیک کړکیچ لا پسې زور اخیستی. د سعودي عربستان دولتي هوایي شرکت «السعودیه» د راتلونکې اوونۍ له پیل څخه تورنتو ته او له تورنتو څخه سعودي عربستان ته د ټولو الوتنو د درولو اعلان کړی دی.

د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د ترینګلتیا سبب د کاناډا د بهرنیو د چارو وزیرې کریستیا فري لنډ، د پنجشنبې د ورځې د ټویټر یو پیغام وو. په دغه ټویټ کې ویل شوي وو چې کاناډا د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو په نیولو جدي انديښمنه ده، لکه د سمر بدوي نیول کیدل: «موږ د سعودي له چارواکو غوښتنه کوو چې هغه [سمر بدوي] او نور د بشري حقونو سوله ییز فعالان آزاد کړي.»

سمر بدوي د مشهور بلاګ لیکونکي رایف بدوي چې هغه هم په سعودي عربستان کې بندي دی، خور ده. د رایف بدوي میرمن انصاف حیدر او ماشومانو یې په ګډه څه موده وړاندې د کاناډا تابعیت تر لاسه کړ.

Samar Badawi
سمر بدوي، په سعودي عربستان کې د ښځو د حقوقو فعالهانځور: picture-alliance/dpa/A. Wiklund

د ریاض حکومت په خپل هیواد کې د کاناډا سفیر دینس هوراک، د دوشنبې په ورځ د نامطلوبه کس په توګه یاد کړ او هغه ته یې د سعودي عربستان د پريښودو وویل. په عین وخت کې سعودي عربستان له کاناډا څخه خپل سفیر د سلا مشورې له پاره خپل هیواد ته راوباله.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې خبره ټینګار کوي چې دغه څه د سعودي عربستان په داخلي چارو کې ښکاره او د نه منلو وړ لاسوهنې په توګه انګیري چې د ټولو نړیوالو نورمونو او پروتوکولونو خلاف عمل دی. تر دې دمخه سعودي عربستان له کاناډا سره سوداګریزي اړیکې او ټولې نوې پانګونې هم وځنډولې.

فري لنډ، له سعودي څخه د کاناډا د سفیر د ایستلو په هکله انديښنه څرګنده کړې، خو په عین وخت کې یې پر دې باندې ټینګار کړی دی چې هیواد به یې «په ټوله نړۍ کې د ښځو او بیان د آزادۍ د حقوقو په شمول، تل د بشري حقونو څخه ملاتړ وکړي.»

زموږ له آرشیف څخه: